لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې دترهګرۍ په ضد جګړه کې ۹۰۰۰ امنیتي مامورین اؤ۹۰ امریکایي کنټریکټران وژل شوي،راپور


د امریکا یو پوهنتون پخپل یو تازه راپور کې ویلي چې دتیرو ۱۷کالو په مهال پاکستان کې ۶۵ زره کسان دترهګرۍ پېښو کې وژل شوي چې پکې نهه زره امنیتي ځواکونه اؤ ۹۰ امریکایي کنټریکټران هم شامل دي.

دپاکستان ډان ورځپاڼه کې دخپور شوي راپور له مخې امریکا د براؤن پوهنتون د جنګي زیانونو په بابله پروژېپخپل راپور کې ویلي چې پاکستان کې دترهګرۍ پېښو کې وژل شوي ۲۳ کسان عام وګړي دي اؤ نور هغه ترهګر دي چې دامنیتي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي.

دپوهنتون په دغه راپور کې ویل شوي دکال۲۲۰۱ نه راپدیخوا چې امریکا افغانستان ته ننوتلې ده په پاکستان،افغنستان اؤ عراق کې تر اوسه پینځه لکه اؤ اووه زره کسان وژل شوي خو په دې وژنو کې د تیرو دوؤ کالو په مهال۲۲فیصده زیاتوالی راغلی دی.

د راپور له مخې دنړۍ درې لکه اؤ ۷۰ زره کسان نیغ په نیغه دترهګرۍ پیښو کې وژل شوي چې هغوئ کې عام وګړي،امنیتي مامورین،خبریالان اؤ دبشري حقونو دپاره کارکوونکي شامل دي.

دغه راپور ښایي چې د روان کال اکتوبر پورې دشمیرو له مخې افغانستان کې یو لک ۴۷زره کسان وژل شوي چې هغې کې عام وګړي،امنیتي مامورین اؤ ترهګر هم شامل دي.

همدغه راز په دغو وژل شوؤ کسانو کې شپږ زره اؤ۳۴ امریکایي پوځيان اؤ کنټریکټران اؤ۱۱۰۰ ائتلافي عسکر هم شامل دي.

رپورټ کې احتمال ښودل شوی چې د جنګونو په وجه د تباهۍ سره دمخ ځاندرې ا‌ؤ خوراکي موادو د کمښت له امله هم درې لکه اؤ ۷۰ زره کسان مړه شوي دي.

د رپورټ له مخې پاکستان،افغانستان اؤ عراق کې د یو کروړ نه زیات خلک دجنګونو په وجه دخپلو کورونو څخه بې کوره شوي اؤ امریکا افغانستان اؤ عراق کې دبحالۍ دکارونو دپاره ۱۷۰ اربه ډالر ورکړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG