لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې په وېنا مو د افغانستان د سولې د بهير سره مرسته کړې ده، شاه محمود قرېشي


د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي ویلي، پاکستان غواړي او هڅه کوي چې په افغانستان کې سوله راشي او د سولې په لړ کې چې پاکستان کومه مرسته کولی شي، لګيا دی کوي يې.

تېر ماسخوتن په ملتان کې مطبوعاتو سره په خبرو کې قرېشي وویل د افغانستان د سولې د بهير عمل پېل شوی او د "امريکې په وېنا مونږ (پاکستان) د هغې مرسته هم کړې ده".

هغه وويل د افغانستان په سفر کې د افغان ولسمشر اشرف غني، اجرايي رئيس او بهرنيو چارو د وزير سره يې تفصيلي خبرې شوې وې او دواړو هېوادونو په ګډه يوه تګلاره جوړه کړې او عملي کړې ده.

قرېشي د ستمبر په میاشت کې د کابل سفر کړی ؤ او دغه د نوموړي د خارجه وزير په حېث د کوم بهرني هېواد لومړی سفر ؤ.

له دغې وروسته د افغانستان د سولې دپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د پاکستان او افغانستان سفرونه هم کړي دي.

خليلزاد دا وخت هم د سيمې د هېوادونو په سفر دی.

مطبوعاتو سره په خبرو کې د افغانستان د سولې په اړوند قرېشي زياته کړه، بايد د افغانستان د مسلې د هواري دپاره د سيمې نور هېوادونه هم ملګرتیا وکړي ځکه د دغه لارې به د افغان مسلې هواری نور اسان شي.

هغه وويل روس نه يواځې د دې سيمې برخه ده بلکې د منځني هېوادونو پورې اثر لري ځکه پاکستان په ماسکو کې د افغانستان د سولې په خبرو کې ګډون وکړو او د هر هغې هڅې ملاتړ به کوي چې د افغانستان دپاره غوره وي.

د جمعې په ورځ د روس په کوربه توب په ماسکو کې د افغانستان د سولې د خبرو دپاره غونډه راجوړه شوې وه چې پکې د طالبانو د استازو سره ويل شوي ۱۲ هېوادونو ګډون کړی وو.

په ماسکو کې د افغانستان د سولې د خبرو د ناستې په اړوند افغانستان ویلي په دغه ناسته کې "د سولي عالي شورا د یو غیر دولتي بنسټ" په توګه ګډون کړی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي افغانان هيله مند دي چې د ماسکو ناسته به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ نېغ په نېغه خبرو اترو ته لاره هواره کړي.

د ځيني څېړونکو په خیال افغانستان له هم پکار وو چې د ماسکو غونډې ته یې خپل استازي په حکومتي حیثیت کې ورلیږلی وی.

د ماسکو په غونډه کې د هند، چين او نورو ملکونو نه علاوه د پاکستان پلاوی هم شريک وو. د پاکستان د پلاوي مشر محمد اعجاز په ماسکو کې د افغانانو ترمنځ یعني د بین الافغاني مذاکراتو تجويز تاید کړی ؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG