لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان د عافيه صدیقي او ډاکټر شکیل د بدل هيڅ وړانديز نه دی کړی


د پاکستان د بهرنیو چارو وزير شاه محمود قرېشي وايي "د شکیل افريدي په اړوند د پاکستان يو کلک دريځ دی هغه ته د يو عمل (پروسس) د لارې سزا ورکړی شوې ده او پاکستاني ګڼي چې هغه د پاکستان د ګټو پرضد کار کړی دی".

د قرېشي نه پوښتنه شوې، داسې ويل کيږي چې پاکستان په امريکا کې د بنديوانې عافيه صديقي په بدل کې ډاکټر شکیل افريدی خوشی کوي؟.

قرېشي وويل داسې سوداګانې نه کيږي د پاکستان خپل او امریکا خپل دريځ دی.

تېر ماسخوتن په ملتان کې مطبوعاتو سره په خبرو کې نوموړي وويل د عافيه صديقي په اړوند يې د امریکا سره خبره شوې چې هغې ته دې قانوني حق ورکړی شي، او پاکستان چې په سفارتي کچه څه کولی شي، پاکستان اراده لري او هڅه به کوي خو د امريکا خپل قوانين دي.

د امريکايي رېمنډ ډېوس په بدل کې د افريدي د خوشي کولو د پوښتنې په ځواب کې شاه محمود قرېشي وویل په هغه وخت کې هم د بهرنیو چارو وزیر ؤ او داسې هيڅ خبره نه وه شوې.

په پاکستاني ډاکټر شکیل افريدي باندې تور دی چې هغه د القاعده مشر اسامه بن لادن په معلومولو کې د امریکايې استخباراتي ادارې (سي ايي ای) مرسته کړې وه.

خو نوموړی په رسمي ډول په دغه تورکې نا، بلکې د يوې ناقانونه ګرځول شوې ډلې سره د اړيکو په تور سزاوار شوی او په زندان کې اچول شوی دی.

افريدي ته په کال ۲۰۱۲م کې په قبايلي سیمه خېبر کې پوليټيکل ايجنټ د يوې وسله والې ډلې سره د مالي مرستو په تور د ۳۳ کالو د بند سزا اورولې کومه چې وروسته لس کاله راکمه کړې شوې وه.

بل لور ته پاکستانۍ ډاکټرې عافيه صديقې ته په کال ۲۰۱۰م کې د امريکې يو عدالت په افغانستان کې په امريکايي سرتېرو باندې د بريد په تور کې د ۸۶ کالو بند سزا اورولې او هغه په امریکا کې بندي ده.

36 کلن امريکايي وګړي د کال ۲۰۱۱م د جنورۍ په مياشت کې د پنجاب ايالت په سرښار لاهور کې دوه کسان په ډزو سره وژلي او ويلي يې ؤ چې دغو دواړو کسانو غوښتل چې هغه ولوټي.

هغه ویلي ؤ دغه ګام يې په خپله دفاع کې اخستى او امریکا هغه وخت ويلي ؤ ډېوس ته سفارتي استثنا ترلاسه ده.

ريمنډ ډېوس بيا د مارچ په مياشت کې د خون بها يا ديت د ورکولو په بدل کې د لاهور يوې محکمې بري کړى او خوشې کړی ؤ.

XS
SM
MD
LG