لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د کیلیفورنيا په ځنګلونو کې د اور لګېدو له امله ۳۱ تنه وژل شوي


د امريکا په کيلیفورنیا ریاست کې په ځنګلونو د اور لګېدو له امله ۳۱ تنه وژل شوي او راپورونه وايي اور تر اوسه په بشپړ ډول نه دی قابو کړی شوی.

د زيارت، پنجشنبې په ورځ لګېدلي اور د کیليفورنیا شمالي برخه ډېره ځپلې ده او راپورونه وايي ځينې خلک اوس هم بې درکه دي او د مړو د شمېرې سېوا کېدو اندېښنه څرګنده کړی شوې ده.

چارواکو ویلي د اور مړ کولو دپاره اته زره کارمندان بوخت دي خو تراوسه اور په قابو کې نه دی راوستی شوی.

ويل شوی د اور له امله د علاقې نه نزدې دوه لاکه کسان کډه شوي او محفوظو سيمو پله منتقل شوي دي.

ياد لګېدلی اور ۴۰۴ مربع کلوميټرو ته خور شوی، ۶۴۵۳ کورونه يې سوځولي او ۲۶۰ کمرشل ودانۍ يې هم تباه کړي دي.

د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ د کيلیفورنيا په انتظاميه ټکونه کړي دي.

نوموړي په ټويټر ویلي، "د ځنګلونو په مناسبت سمبالښت سره، مونږ کولی شو چې په کيليفورنیا کې د روانې تباهۍ مخه ونيسو".

XS
SM
MD
LG