لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

زلمی خلیلزاد:افغانستان کې سولې ته نزدې شوي یو


افغانستان کې سولې دپاره دامریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي واشنګټن افغانستان کې دسولې دپاره جدي نیت لري اؤ په دې لړ کې پیل شوي خوځښتونه له هېلو ډک دي.

نوموړي وایي په افغانستان کې سولې ته نزدې شوي یو خو نه یې ده واضحه کړې چې که دافغان دولت اؤ طالبانو ترمینځ روغه کیږی نو په کومو شرطونو به وي.

طالبانو له وړاندې واضحه کړې چې هغوئ افغان دولت سره وروسته ترهغې دسولې خبرو ته چمتو دي چې افغانستان څخه دبهرنیو ځواکونو د وتلو مهال ویش معلوم شي خو امریکا وایي ترهغې به یې ځواکونه په دغه هیواد کې پاتې وي ترڅو چې افغانستان کې امن نه وي ټینګ شوی.

دافغانستان رسنیو د سه شنبې په ورځ ویلي چې امریکایي استازي زلمي خلیلزاد اوړمه ورځ افغانستان ته دخپل سفر په مهال دافغانستان په شمال کې دیوې مضبوطې سیاسي ډلې دمشر اؤ دافغان ولسمشر داستازي جنرال عبدالرشید دوستم اؤ دجمعیت اسلامي د وتلي مشر عطاء محمد نور سره لیدلي اؤ ورسره یې افغانستان کې دسولې په روانو هڅو اؤ دامن په ټینګښت خبرې اترې کړي دي.

دجنرال دوستم دګوند لخوا ددغه لیدنې په اړوند خپره شوې یوه اعلامیه کې ویل شوي چې لیدنه کې ښاغلي دوستم امریکايي استازي ته ډاډ ورکړی چې هغه طالبانو سره دسولې خبرو کې بشپړ رول ترسره کولی شي.

اعلامیه کې راغلي چې افغانستان کې دسولې دټینګښت دپاره باید دسولې دعالي شورا ترڅنګ دهیواد مهمو سیاسي ګوندونو اؤ شخصیتونو ته رول ورکړل شي ترڅو سولې ته د رسیدلو هدف ترلاسه شي.

رسنۍ وایي تر دې وړاندې ښاغلي زلمي خلیل زاد کابل ته له رارسیدلو وروسته دافغان ولسمشر اشرف غني اؤ دحزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار سره هم لیدلي اؤ هغوئ یې طالبانو سره په شوؤ تماسونو کې دسولې په اړوند دپرمختګونو نه خبر کړي دي.

دافغانستان د مشرانو دجرګې مشر فضل هادي مسلم یار هېله ښودلې ده چې د زلمي خلیل زاد لخوا دسولې هڅې به دبریالتیوب سره مخ شي.

دافغانستان یو شخصي ټيلي ویژن سره خبرو کې ښاغلي مسلم یار ویلي زلمی خلیلزاد چې یو امریکایي هم دی اؤ افغان هم طالبان هم پیژني اؤ دهغوئ په روحیه هم پوهیږي اؤ د افغانانو دردونه اؤ کړاوونه ورته هم معلوم دي ځکه نو هغه کولی شي چې د سولې دپاره حقیقتونه درک کړي.

افغانستان کې دسولې دپاره دامریکا دبهرنیو چارو د وزارت استازي زلمي خلیل زاد تیره میاشت کابل اؤ اسلام اباد ته له سفرونو وروسته په قطر کې طالبانو سره هم نیغ په نیغه دسولې په اړوند خبرې کړې وې اؤ طالبانو ویلي وؤ چې دغسې څو غونډې به نورې هم ترسره شي.

خو سیمې ته خپل دا تازه سفر ښاغلي خلیلزاد په داسې حال کې کړی چې تیره اوونۍ په مسکو کې د ۱۲ؤ هیوادونو په ګډون افغانستان کې دسولې دخبرو په اړوند یوه مهمه غونډه جوړه شوه اؤ په دغه غونډه کې دطالبانو پینځه کیسز پلاوی هم شریک شو.

ټاکل شوې ده کابل ته د سفر څخه وروسته به زلمی خلیلزاد دپاکستان اؤ قطر سفرونه هم وکړي اؤ په دغو هیوادونو کې به هم دسولې په پروسه خبرې اترې وکړي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG