لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اشرف غني:واضحه کړې مې وه چې دپاکستان مداخله به دښمني نوره هم وغځوي


دافغانستان ولسمشر اشرف غني طالبانو سره ډير زر د امن یو تړون ته د رسیدلو هیله ښکاره کړې ده اؤ ویلي یې دي اوس خبره د” مګر “څخه راوتلې اؤ په” کله؟ “ولاړه ده

دامریکا جان هوپکنز پوهنتون کې یوې ناستې ته پخپله ویډیوي وینا کې ښاغلي اشرف غني ویلي هغه دجون په میاشت کې طالبانو ته پرته له کومه شرطه د خبرو اترو وړاندیز کړی ؤ اؤ په ډاګه کړې یې وه چې دپاکستان لاسوهنه به د اوږدې مودې دښمني نوره هم وغځوي.

ولسمشر غني پخپلو زیاترو ویناګانو کې په اسلام اباد تورونه لګوي چې طالبان یې پخپل موټي کې نیولي اؤ دهغوئ دلارې یې په افغانستان نا اعلانه جګړه تپلې ده خو پاکستان دغه تورونه ردوي اؤ‌ افغانستان کې د روانو جګړو علت دافغان دولت خپله کمزوري بلي.

ښاغلي اشرف غني وویل د ټولو جګړو پائ په سیاسي خبرو پکار ده اؤ دلته په ځانګړي ډول په ۲۱مه پیړۍ کې ډیرې لږې جګړې داسې دي چې هغه د پوځي لارې ختمې شوې وي.

امریکا اؤ‌ افغان دولت په دې وروستیو کې افغانستان کې دسولې هڅې چټک کړي اؤ افغانستان کې دسولې دپاره دامریکا ځانګړی استازی هم دا مهال دسیمې په سفر کابل کې موجود دی اؤ‌ بیلابیلو افغان اړخونو سره دسولې په اړوند په خبرو بوخت دی.

اوړمه ورځ دافغانستان دملي جنبش مشر جنرال عبدالرشید دوستم سره خبرو کې زلمي خلیلزاد دعوه کړې وه چې “افغانستان کې سولې ته نزدې شوي یو “

ټاکل شوې ده چې زلمی خلیلزاد به دکابل دسفر نه وروسته دپاکستان په سفر هم لاړ شي اؤ هلته به دلوړ پوړو پاکستاني دولتي چارواکو سره دطالبانو اؤ افغان دولت ترمینځ دسولې په روانو هڅو خبرې وکړي.

پاکستان اوس اوس د طالبانو درې مهم مشران عبدالغني برادر،عبدالصمد ثاني اؤ کمانډر صلاح الدین له بنده خوشې کړي.

څيړونکي وایي اسلام اباد دغه طالب مشران د واشنګټن په فشار خوشې کړي ترڅو دطالبانو اؤ افغان دولت ترمینځ دسولې روانو هڅو کې کردار ادا کړي خو پاکستان لا په دې هکله خپل رسمي دلیل نه دی ورکړی چې دکومو شرائطو په اساس یې پاکستان کې بندي مهم طالب مشران له بنده خلاص کړي دي

XS
SM
MD
LG