لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کېنېډا د اسيه بي بي په سر د پاکستان سره خبرې کړي


د کېنېډا د بهرنيو چارو وزیر د خپل پاکستاني سيال سره د عيسايي مېرمنې اسيه بي بي په اړوند خبرې اترې کړي دي.

د مذهب د سپکاوي په تور د مرګ سزاواره اسیه بي بي د تېرې مياشتې په وروستۍ نېټه د پاکستان سترې محکمې بري کړې او د هغې د خوشي کولو امر يې کړی ؤ.

پينځه ورځې وړاندې هغه بيا د ملتان د زندان نه خوشې کړی شوې او د پاکستان دولت وايي په خوندي ځای کې ساتل کیږي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند محمد فېصل ويلي، د کېنېډا د بهرنیو چارو وزیر پرون د خپل پاکستاني سيال شاه محمود قرېشي سره په ټیليفوني خبرو کې د اسيه بي بي په اړوند د ستر محکمې فېصله او د وزيراعظم وېنا يې ستايلې ده.

قرېشي ويلي اسیه بي بي پاکستانۍ ده او پاکستان د هغې قانوني حقونو ته احترام لري.

بل لور ته د فرانس خبري ادارې (ای اېف پي) ويلي د کېنېډا وزيراعظم جسټن ټروډو د اسيه بي بي په سر د پاکستاني چارواکو سره د خبرو کولو ویلي دي.

هغه ویلي په داخلي توګه دغه مامله حساسه پس منظر لري خو دا يادګېرنه يې هم کړې چې کېنېډا هرکلی ويونکی هېواد دی.

د اسيه بي بي د بري کېدو او خوشي کولو وروسته په پاکستان کې تندروه مذهبي ډلو د سترې محکمې د فېصلې پرضد قهرجنې مظاهرې پېل کړې وې.

له دغې وروسته د اسیه بي بي مېړه عاشق مسيح د برتانيې، کېنېډا، امریکا او اټلي نه د خپلې کورنۍ دپاره پناه غوښتې وه.

راپورونه وايي د برتانیې د بهرنيو چارو پخواني وزير بورس جانس هم د خپل هېواد نه غوښتي چې اسيه بي بي ته سیاسي پناه ورکړي.

د اسيه بي بي وکيل سېف الملوک هم د ګواښونو له امله ملک پرېښودی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG