لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

راپور: د شمالي کوریا د توغندیو پروګرام دوام لري


د شمالي کوریا یو پخوانی اټومي مرکز
د شمالي کوریا یو پخوانی اټومي مرکز

واشنګټن: د امریکا یوه غیر حکومتي اداره وايي، په شمالي کوریا کې لږ تر لږه ۱۳ داسې مرکزونه یا هډې شته چې میزایل یا توغندي پکې پټېدلای شي.

په واشنګټن کې د سټراټېژیکو او نړیوالو مطالعاتو مرکز د ګل یا دوشنبې په ورځ په یو راپور کې ویلي دي، دوی دغه څرګندونې د سوداګریز یا کمرشل سټېلایټ له انځورونو، د شمالي کوریا له جلا وطنو مخالفینو او د امریکا د حکومت او استخباراتو له چارواکو سره د مرکو پر بنسټ کړې دي.

په راپور کې وړاندې راغلي دي، د شمالي کوریا دغه هډې چې په کې هر ډول بالېسټېک توغندي ساتل کېدای شي ډېرې پټې دي او دا ښيي چې شمالي کوریا غواړي خپلې پوځي وړتیاوې د خلکو له پامه لېرې وساتي.

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ او د شمالی کوریا رهبر کېم جان اون په سینګاپور کې د جون په میاشت کې د خپلې تاریخي لیدنې پرمهال ژمنه کړې وه چې دوی به د کوریا د بې اټومي وسلو کېدو لپاره په ګډه کار کوي خو دا چې دغې موخې ته به څنګه رسېږي په دې اړه یې زیات څه نه و ویلي.

شمالي کوریا تېره اونۍ په ناڅاپي ډول له امریکا سره خپلې نوې خبرې چې پکې به دواړو هېوادونو د بې اټومي وسلې کېدو د هڅو او د ټرمپ او کېم د دوهمې سرمشریزې په اړه خبرې کولې کنسل کړې.

د جون له سرمشریزې وروسته ولسمشر ټرمپ ویلي وو، دی تمه لري چې کېم جان اون به ژر تر ژره د خپلو اټومي وسلو د ختمولو په برخه کې کار پیل کړي.

راپور وايي، پنځه میاشتې وروسته نه یواځې کېم په دې کې پاتې راغی چې دغه بهیر پیل کړي بلکه داسې اسناد او شواهد شته چې هغه د نورو وسلو جوړولو ته دوام ورکړی.

که څه هم د شمالي کوریا لخوا د بې اټومي وسلې کېدو په بهیر کې د پام وړ پرمختګ نه تر سترګو کېږي خو د شمالي او جنوبي کوریا ترمنځ اړیکې په دوامداره توګه مخ پر ښه کېدو شوي.

بل پلو ډانلډ ټرمپ د عوامو تر مخه لا تر اوسه هم د شمالي کوریا په اړه خوشبینه ښکاري.

ټرمپ ویلي وو، دی له هغه څه نه خوشحاله دی چې له شمالي کوریا سره روان دی او دوی په دې برخه کې بېړه نه کوي.

همدارنګه ټرمپ له کېم سره د بلې سرمشریزې د جوړېدو غوښتنه کړې وه.

خو دغه پلان تېره اونۍ هغه مهال له ستونزو سره مخ شو کله چې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مایک پمپیو او د شمالی کوریا د جګ پوړي مشر ترمنځ ټاکل شوې خبرې له کوم دلیل پرته په وروستیو شیبو کې کنسل شوې

Recommended

XS
SM
MD
LG