لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د جبري ورکو بلوڅانو کورنۍ له ۱۳ ورځو د لوږې احتجاج کوي، پي ټي ایم یې ملاتړ کړی


واشنګټن ــــ د جبري بې درکه بلوڅانو د کورنۍ مېرمنو له تېرو ۱۳ ورځو د کوټې د پریس کلب څنګ ته د لوږې احتجاج پیل کړی، چې پښتون ژغورنې غورځنګ یې هم ملاتړ کړی او په کراچۍ ښار کې هم نن له دوی سره د پیوستون لپاره د لوږې علامتي احتجاج شوی دی.

زبیده بلوڅ د ورک ځوان نصیر بلوڅ مېرمن ده او دا مهال په کوټه کې د ورکو بلوڅانو لپاره د ږغ پورته کوونکي سازمان په کېمپ کې د لوږې په احتجاج ناسته ده. زبیده وایي د ژوند ملګری یې له تېر یوه کاله راهیسې بې درکه دی:

"زما خاوند د کراچۍ له یونیورسټۍ سړک څخه امنیتي ادارو له خپلو ملګرو ثناوالله بلوڅ، اسام بلوڅ او رفیق بلوڅ سره یو ځای د ۲۰۱۷م کال د نومبر په ۱۵مه یووړ، موږ خبر نه یو چې دوی چېرې دي او په څه تور نیول شوي دي، موږ په ډېره ګرانه په کراچۍ کې ایف آی آر درج کړ".

د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین په اعلان له تېرو دوو ورځو راهیسې په کوټه کې د ورکو بلوڅانو په کېمپ کې د دې تحریک پلویان هم ناست دي او له حکومته غواړي چې د ورکو بلوڅانو په موندلو کې دې خپل کردار تر سره کړي. په کېمپ کې د وینا په مهال د پي ټي ایم یوه مشر ملا بهرام اڅکزي وویل:

"منظور پښتین د پاکستان استخباراتي ادارو ته څرګند پیغام ورکوي چې دا د مرګ لوبه نوره و دروه، زموږ بچي په یخ او ګرمي کې دلته ناست دي او ستاسې بچي په بنګلو کې ناست دي، دا موږ نور نه شو زغملای".

هلته په کراچۍ ښار کې هم د بلوڅو زده کوونکو سازمان (بي ایس او) د پریس کلب مخې ته د ورکو بلوڅانو له کورنیو سره د خواخوږۍ په توګه نن د نهې- سه شنبې په ورځ د لوږې یو ورځنی علامتي احتجاج کړی وو. په کېمپ کې ناست د دې سازمان مرکزي غړي اشرف بلوڅ وي.او.اې ډیوه ته وویل:

"موږ له ورکو بلوڅانو سره د خواخوږۍ په توګه دا کېمپ لګولی، زموږ مرکزي مشر اعلان کړی وو چې د بلوچستان په ګډون په کراچۍ او نورو لویو ښارونو کې د لوږې علامتي کېمپونه ولګوو".

په کوټه کې د لوږې په احتجاج ناستې د ورکو بلوڅانو د کورنیو مېرمنې غوښتنه کوي چې بې درکه ځوانان دې را خوشي کړل شي او که کوم جرم یې کړی وي نو عدالتونو ته دې وړاندې شي.

په پاکستاني رسنیو کې د ورکو بلوڅانو د کورنیو د مېرمنو د لوږې د احتجاج په اړه هیڅ هم نه دي خپاره شوي، خو پر ټولنیزو رسنیو ورباندې خلکو زیات توند غبرګون څرګند کړی او له پاکستاني حکومته یې غوښتي چې د بلوڅو ځوانانو د جبري ورکېدنې لړۍ و دروي.

د پاکستان امنیتي ادارو دا تورونه په وار وار رد کړي چې ګواکې دوی دې بې ګناه خلک د بلوچستان له بلوڅ مېشتو سیمو بې درکه کړي وي او د بلوچستان صوبایي حکومت او د کورنیو چارو اداره یې هم د ورکو بلوڅانو شمېر یواځې شاوخوا ۲۰۰ تنه یادوي چې وایي مقدمې یې درج دي خو د ورکو بلوڅانو لپاره ږغ پورته کوونکی سازمان دعوه کوي چې وایي تر ۳۰ زره زیات بلوڅان په جبري توګه بې درکه کړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG