لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکایي ویانده:دافغان سولې په اړوند دامریکا تګلاره کې بدلون نه دی راغلی


امریکې افغانستان کې دسولې دپاره د زلمي خلیلزاد هڅې ډاډمنې بللي اؤ ویلي یې دي دا هڅې په ډاګه کوي چې امریکا افغانستان کې اوږد مهاله سولې ته ژمنه ده.

تیره ورځ واشنګټن کې خبریالانو ته کې د امریکا دبهرنیو چارو د وزارت ویاندې هیتر نورټ ویلي امریکا د افغانانو په مشرۍ د سولې دپروسې ملاتړ کوي اؤ په دې تګلاره کې یې بدلون نه دی راغلی.

ویاندې هیله ښکاره کړې چې امریکا به وتوانیږي چې طالبان اؤ افغان دولت د سولې دخبرو دپاره دخپلو استازو معرفي کولو ته اماده کړي.

هغې وویل زلمي خلیلزاد دافغان شخړې سوله ییز هواري دپاره کوټلې هڅې پیل کړي اؤ دسولې دپاره دا مهال د سیمې په دوهم سفر دی اؤ دا هرڅه ښایي چې امریکه د افغان شخړې سوله ییز هواري ته ژمن ده.

هغې وویل امریکا دافغانستان د ټاکنو پروسه کې هیڅ لاسوهنه نه کوي اؤ دا افغان دولت پورې اړه لري چې هغوئ دټاکنو په هکله څه رقم پرېکړه کوي.

دامریکا دبهرنیو چارو د وزارت ویاندې دا څرګندونې په داسې حال کې کړړي چې افغانستان کې دسولې دپاره دامریکاځانګړی استازی زلمی خلیلزاد دامهال د افغان سولې لړ کې دسیمې په سفر دی اؤ افغان چارواکو اؤ سیاسي مشرانو سره یې دسولې په اړوند خبرې کړي دي.

ټاکل شوې چې زلمی خلیلزاد به دافغانستان دسفر نه وروسته پاکستان اؤ‌ قطر ته هم ولاړ شي اؤ‌ په قطر کې به طالب مشرانو سره نیغ په نیغه خبرې وکړي.

تیره میاشت هم زلمي خلیلزاد دافغانستان،پاکستان اؤ قطر سفرونه کړي وؤ اؤ په قطر کې یې طالب مشرانو سره نیغ په نیغه خبرې هم کړې وې.

دافغانستان ولسمشر اشرف غني اوړمه ورځ یو امریکایي پوهنتون کې د ویډیو کانفرنس دلارې خپله وینا کې ویلي وؤ چې افغانستان اوس سولې ته بیخي نزدې شوی دی.

افغانستان کې دسولې په اړوند تیره اوونۍ مسکو کې دطالبانو په ګډون د ۱۲ؤ هیوادونو یوه غونډه هم راجوړه شوې وه چې ورته د افغانستان دسولې دعالي شورا غړي ورغلي وؤ اؤ‌ په طالبانو یې ټینګار کړی ؤ چې دولت سره خبرو ته کښیني.

دامریکا دبهرنیو چارو د وزارت ویاندې پخپلو خبرو کې دمسکو د غونډې هرکلی وکړو اؤ وئ ویل هرڅوک حق لري چې افغانستان کې دسولې دپاره خپل رول ولوبو

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG