لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

محسن داوړ:طاهر داوړ که هرچا وژلی وي زمونږ دعوه دپاکستان په ریاست ده


دپښتون ژغورنې دغورځنګ یو فعال مشر اؤ د قبائیلي ضلعې شمالي وزیرستان څخه د قامي اسمبلۍ غړي ښاغلي محسن داوړ ویلي د وژل شوي پښتون پولیس افسر د وژنې پړه که څوک په هره ډله ور اړوي خو زمونږ دعوه په ریاست باندې ده.

وائس اف امریکه ډیوه سره خبرو کې ښاغلي محسن داوړ ویلي طاهر داوړ زمونږ ډیر ګران اؤ تکړه پولیس افسر ؤ چې دتیرې میاشتې په۲۷مه نېټه بې درکه شوی ؤ اؤ اوس یې مړی له یو ځائ څخه موندل شوی دی.

هغه په دغه موقعه دهیچا نوم نه دی اخستی خو ویلي یې دي” دوئ به اوس ډير څه ووایي چې دا ګډ دی اؤ دا بیډ دی، دافلانی ګروپ دی اؤ دا فلانی ګروپ، خو مونږ په دې چکر کې اوس نه راځو”.

دهغه په وینا” اوس مونږ په دې چکر کې نه راځو اؤ په دې هیلو بهانو دوئ اوس مونږ نه شي تیرویستلی”

هغه وویل په دې باندې اوس ماشوم،ماشوم هم پوئ دی چې دا کارونه څوک کوي اؤ څنګه یې کوي ، زمونږه دعوه اوس په ریاست باندې ده اؤ د طاهر داوړ د وژنې پوښتنه به دپاکستان د ریاست څخه کوؤ

دپېښور دپولیسو ایس پي طاهر داوړ چې دقبائیلي ضلعې شمالي وزیرستان سره یې تعلق ؤ داکتوبر په۲۷مه نېټه دپلازمینې اسلام اباد څخه نامعلومو خلکو پورته کړی ؤ اؤ تیره ورځ یې مړی موندل شوی دی.

د طاهر داوړ د وژنې یو عکس پرون په سوشل میډیا خپور شوی ؤ چې پکې لیدل کیږي په هغه بد ترین تشد د شوی ،دهغه دمړي دپاسه په پښتو ژبه یو لیک هم پرېښودل شوی کوم کې چې دترهګرې ډلې داعش یوې ډلې "ولایت خراساني" دهغه د وژنې پړه قبوله کړې ده

ځينو رسنیو دعوه کړې چې پاکستاني طالبانو دهغه د وژنې پړه قبوله کړې خو خو د چهارشبنې په ورځ دپاکستاني طالبانو ویاند محمد خراساني پخپل یو بیان کې دا دعوې رد کړي چې ګنې هغه پاکستاني طالبانو وژلی .

په شوشل میډیا دطاهر داوړ په وژنه سخت غبرګون مخې ته راروان دی اؤ محسن داوړ اعلان کړی چې سبا به په ګرد هیواد کې دپښتون ژغورنې غورځنګ لخوا د طاهر داوړ د وژنې په ضد احتجاجونه کولی شي.

XS
SM
MD
LG