لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دسولې شورا:طالبانو دمخکې په څېر دسولې خبرو ته خنډان نه دي راولاړ کړي


دافغانستان دسولې عالي شورا وایي چې دمسکو کانفرنس کې طالبانو دنور کله په څير دسولې خبرو ته خنډونه نه دي ایښي اؤ یوازې دومره یې ویلي دي چې دبهرنیو ځواکونو په وتلو داتفاق وروسته افغان دولت سره خبرو ته چمتو دي.

تیره اوونۍ د روسیې پلازمینه کې افغانستان کې دسولې په اړوند دجوړ شوي کانفرنس کې له برخې اخستلو وروسته کابل ته په راستیندلو دافغانستان دسولې دشورا مرستیال ښاغلي دین محمد یو مطبوعاتي کانفرنس ته ویلي چې له طالبانو یې غوښتي چې باید دبهرنیو هیوادونو دفشار لاندې رانه شي.

حاجي دین محمد دمسکو غونډه کې یې دسولې دشورا دپلاوي مشري پغاړه لرله زیاتوي افغان پلاوي دکانفرنس برخه والو هیوادونو څخه غوښتنه کړې چې دهغوئ رقابتونه باید افغانستان کې دسولې په لاره کې خنډ نه شي اؤ پرته له رقابتونو دې افغان دولت سره د سولې په پروسه کې مرسته وکړي.

هغه وویل که په افغانستان کې جګړه نوره وغځیږي نو ددې اور شغلې به نورو هیوادونو ته هم ورسیږي چې بیا به ددې اور وژنه یو ستونزمن کار وي.

دماسکو په غونډه کې د پاکستان په ګډون دنړۍ د ۱۲ؤ هیوادونو استازو برخه لرله اؤ دقطر څخه ورته هم دطالبانو یو پینځه کسیز پلاوی ورغلی ؤ .

دسولې دعالي شورا مرستیال وویل په کانفرنس کې دبرخه لرونکو هیوادونو څخه غوښتنه شوې چې دسولې لړ کې دې دافغانستان ملاتړ وکړي خو ایجنډه دې نه ورکوي چې دسولې خبرې دې په څه رقم وي اؤ په کوم ډول باید پرمخ یوړل شي؟

په دغه مهال دسولې دشورا یو بل مرستیال مولوي عطاء الرحمان سیلم هم ویلي چې په لمړي ځل د مسکو کانفرنس کې دطالبانو نظرونه د پخوا نه مختلف وؤ اؤ دسولې په وړاندې یې خنډان نه راولاړول.

خو په خپل دغه اوږد مطبوعاتي کانفرنس کې دسولې دشورا مشرانو دا نه ده واضحه کړې چې طالبانو دمسکو کانفرنس کې دسولې په اړوند خپل دریځ کې کوم واضحه بدلون راوړی دی؟

تر دې وړاندې هم طالبانو دریځ خپل کړی ؤ چې هغوئ ترهاغې دسولې خبرو ته نه کښیني ترڅو چې دبهرني ځواکونه له افغانستان څخه وتلي نه وي .

خو په افغانستان کې دائتلافي ځواکونو کمانډر د اکتوبر په میاشت کې ویلي وؤ چې طالبان دې افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتلو ته نه په طمعه کیږی بلکې دسولې خبرو ته دې کښېني.

افغان ولسمشر اشرف غني د روان کال د جون میاشت کې ویلي وؤ که طالبان د سولې خبرو ته حاضر شي نو هغه اماده دی چې افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو په نقش هم ورسره خبرې وکړي،

اشرف غني ویلی وؤ " زه هر وخت هر چې تیار یم چې طالبانو سره د شرطونو پرته خبرې وکړم ، راځئ اول ځان جوړ کړو بیا د بهرني نړۍ نه مرسته غواړ

XS
SM
MD
LG