لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان په رسمي ډول د پوليس افسر طاهر داوړ د وژنې پخلی وکړو


پاکستان په رسمي ډول د پوليس افسر طاهر داوړ د وژنې د خبر پخلی وکړو خو دغه خبر نزدې ۲۴ ساعته مخکې په سوشل ميډيا مخې ته راغلی ؤ.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفارتخانه خبر کړې چې د وژل شوي پوليس افسر (اېس پي) طاهر داوړ جسد ورته پرون په ننګرهار کې ترلاسه شوی دی.

د خېبرپښتونخوا د پوليس افسر په ننګرهار کې د وژنې خبر پرون د نهې، سه شنبې په ورځ په ټولنيزو رسنيو سره د عکسونو خپور شوی ؤ.

خو د پاکستان د کورنيو چارو د مملکت وزیر شهريار افريدي ويلي ؤ چې دا حساسه مامله ده او هغه پرې د خبرو کولو ډډه کړې او ويلي يې ؤ چې دا جوړ شوي (ايډيټ) عکسونه مالوميږي.

د پاکستان د حکومت په رسمي ډول د طاهر داوړ په اړوند بيان نه ورکولو باندې په سوشل میډيا سختې نيوکې هم شوې وې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن د زيارت، پنجشنبې په مازيګر جاري کړي خپل بيان کې ويلي، افغان چارواکو ورته ویلي، چې د ننګرهار په در بابا ضلع کې ورته د پوليس افسر جسد سره د هغه د پوليس سروس کارډ ترلاسه شوی دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د طاهر داوړ جسد افغان چارواکو جلال اباد ته منتقل کړی او بیا به په جلال اباد کې د پاکستان قونصلګرۍ ته د سپارلو وروسته د تورخم د لارې پاکستان ته راوړلی شي.

د شمالي وزيرستان سره تعلق لرونکی طاهر داوړ د اکتوبر په ۲۶م د اسلام اباد څخه بې درکه شوی ؤ، هغه په پېښور کې د اېس پي رورل په چوکۍ دنده ترسره کوله.

په سوشل ميډيا د طاهر داوړ وژنې ته سخت غبرګون ويل شوی چې هغه څنګه د اسلام اباده بې درکه شوی او په ننګرهار کې ووژل شو.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر او د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ پرون په ټويټر ویلي ؤ، د پاکستان رياست د طاهر داوړ د وژنې زمه وار دی او هغه د پاکستان د رياست نه په دغه اړوند ځواب غوښتی دی.

د طاهر داوړ د جسد د عکس سره په سوشل ميډيا داسې پاڼه هم خپره شوې چې پرې د ( ولايت خراسان) لخوا د هغه د وژنې زمه واري منل شوې ده.

راپورونه وايي ولایت خراسان توری د پاکستان او افغانستان په پوله پرتو علاقو کې د داعش ډله د خپل نوم دپاره کاروي.

بل لور ته د لاقانونه ګرځول شوې تحریک طالبان پاکستان ډلې په سختو ټکو کې رد کړې چې ګنې طاهر داوړ هغوي وژلی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG