لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شاهد اپریدی له نیوکو وروسته دکشمیر په هکله خپلو څرګندؤنو نه پشا شوی


دپاکستان دملي کرکټ لوبډلې پخوانی مشر شاهد اپریدی دکشمیر په سر دخپل هاغه بیان څخه پشا شوی چې ویلي یې وؤ” پاکستان خو خپلې څلور صوبې نه شي سمبالولی،کشمیر مو نه دی پکار،هغه دې بیل هیواد وي”

په سوشل میډیا د زیارت په ورځ‌ دپښتون کرکټر شاهد اپریدي ددغه څرګندؤنو سره سم په هر لوري په اپریدي دنیوکو لړۍ پیل شوې چې له هغې وروسته شاهد اپریدي په ټوئټر لیکلي هندي رسنیو دهغه بیان په ګډوډ شکل خپور کړی ،

اپریدی لیکلي هغه ویلي وؤ چې دخپل هیواد دپاره ډيره جذبه اؤ دکشمیریانو مبارزې ته درناوی لري ،انسانیت ته ارزښت ورکول پکار دي اؤ کشمیریانو ته باید دهغوئ حق ورکړل شي.

تر دې وړاندې په ټولنیزو رسنیو برتانیه کې یوې دستورې ته دشاهد اپریدي د وینا خپړه شوې ویډيو کې واضحه اوریدل کیږي چې “پاکستان خپلې څلور صوبې نه شي سمبالولی،کشمیر مو نه دی پکار،،داهند ته هم مه ورکوئ‌بلکې دا ددې یو بیل هیواد وي چې انسانان خو پکې نه وژل کیږي”

تر دې وړاندې سږکال د اپریل میاشت کې هم شاهد اپریدي دهندي کشمیر په هکله یو لانجمن بیان ورکړی ؤ اؤ ویلي یې وؤ چې هلته خلکو نه د حکومت دهغوئ حقونه تروړلي دي

دشاهد اپریدي په دغه بیان د هندي کرکټ لوبغاړو ترڅنګ په هند کې ګڼو نورو خلکو هم تکونه کړي وؤ خو په هغه مهال شاهد اپریدي ویلي وؤ چې هغه د چا دنیوکو هیڅ پرواه نه کوي.

خو په پاکستان کې چې کله ځېنو سیاستمدارانو،خبریالانو اؤ مدني فعالینو دشاهد اپریدي په اوسنو څرګندونو سختې نیوکې وکړې نو هغه ولیکل چې خبرې یې د سیاق اؤ سباق څخه ور په اخوا خپرې شوې دي.

په پاکستان کې دجوړ شوي فکر سره سم عموماُ هغه خلک دهیواد خیرخواهان نه ګڼل کیږي چې دکشمیر په لانجه دپاکستان د دریځ ملاتړ نه کوي اؤ ددغه هیواد دبهرنیو چارو پخواني وزیر خواجه اصف هم پخپل یو بیان کې د شاهد اپریدي دکشمیر په هکله څرګندؤنو ته د وطن دسپکاوي نوم ورکړی دی

خواجه اصف ویلي چې سره مې خواخوږي ده خو دکشمیر په هغه پوښتنه دهغه دعقل نه بالا وه

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG