لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د روهینګیا کډوالو میانمار ته بېرته ستنېدل رد کړل


د روهینګیا کډوال میانمار ته د بېرته ستنېدو پرضد لاریون وکړ
د روهینګیا کډوال میانمار ته د بېرته ستنېدو پرضد لاریون وکړ

واشنګټن: د روهینګیا د کډوالو له هغې ډلې څخه یو کس هم نه دی حاضر شوی چې ټاکل شوې وه له بنګلدریش څخه د پنجشنبې یا زیارت په ورځ بېرته میانمار ته ولاړ شي.

د کډوالو د بېرته ستنېدو ددغه بهیر لپاره په لومړۍ جوپه کې کابو ۱۵۰ روهینګیايي کډوال په پام کې نیول شوي وو چې د بنګلدیش له کاکس بازار نومې سیمې څخه د میانمار یا برما راخین ایالت ته بېرته ستانه شي.

راپور وايي، له دغې ډلې څخه ځینې یې پټ شوي دي تر څو په زوره بېرته میانمار ته و نه لېږل شي.

له راخین ایالت څخه د ۲۰۱۷ کال په اګسټ میاشت کې تر اوو لکو زیات کسان د میانمار د پوځ د سخت او ناوړه چلند له امله د خپلو سیمو پرې ښودلو ته اړ اېستل شوي وو.

په ورته وخت کې د روهینګیا د کډوالو په کمپونو کې د ماشومانو په ګډون نږدې زرو کسانو د بېرته ستنېدو ددغه بهیر پر ضد لاریونونه کړي.

د بنګلدیش د کډوالو کمېشنر عبدالکلام خبریالانو ته وویل چې په زوره میانمار ته کډوال نشي استول کېدای.

د بشري حقونو ډلو له میانمار او بنګلدیش دواړو څخه غوښتي دي چې راخین ایالت ته د روهینګیا د مسلمانانو د استول پلان دې ختم کړي.

ملګرو ملتونو ویلي دي چې دوی ښايي له عدالت پرته ووژل شي او پرې نور ظلمونه هم وشي.

د بخښنې نړیوالې ادارې د روهینګیا بېرته ستنېدو ته یو له خطره ډګ ګام ویلی چې د خلکو ژوند ورسره ګواښل کېدای شي.

د ملګرملتونو لخوا د حقیقتونو د موندلو یو ماموریت ویلي، د میانمار پوخ د روهینګیا د مسلمانانو په وړاندې د یوې ټول وژنې یا قتل عام په نیت اقدامات کړي.

دوی ویلي، د روهینګیا پوځ له عدالت پرته خلک وژلي، ډلیز جنسي تیري یې کړي او ټول کلي یې سوزولي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG