لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عوامي نيشنل ګوند د طاهر داوړ د وژنې پرضد احتجاجي مظاهرې کوي


د عوامي نيشنل ګوند عمومي سېکتر د پوليس افسر (اېس پي) طاهر خان داوړ د وژنې پرضد سبا د خالي، شنبې په ورځ په خېبرپښتونخوا صوبه کې د احتجاجي مظاهرو اعلان کړی دی.

ميا افتخار حسېن ويلي د طاهر داوړ د تښتولو او بيا په بې دردۍ وژلو پرضد به په ټوله صوبه کې احتجاج کولی شي.

د ګوند د صوبې مشر امیر حېدر خان هوتي ويلي، د طاهر داوړ تښتولو او په بې دردۍ وژلو وروسته پښتون قام او مشرتابه ته بل څه پېغام ورکول کیږي.

د ياد ګوند مشر اسفنديار ولي خان د اسلام اباد نه تر ننګرهار پورې د طاهر داوړ اغوا کوونکو ته لار چا ورکړه، ویلي حکومت او رياست دې د طاهر داوړ د اسلام اباد نه تر ننګرهاره بوتلو باندې وضاحت وکړي.

نوموړي دا هم ويلي، د پنجاب او خېبرپښتونخوا د پوليسو افسرانو دپاره په اړوند ریاستي رويه غېر منصفانه ده.

د شمالي وزيرستان سره تعلق لرونکی طاهر داوړ د اکتوبر په ۲۶م د اسلام اباد څخه بې درکه شوی ؤ او دوه ورځې وړاندې يې جسد په ننګرهار کې ترلاسه شوی ؤ.

د طاهر داوړ جسد پرون د زيارت، پنجشنبې په ورځ د تورخم په لار پاکستان ته راوړل شوی او تېره شپه په پېښور کې خاورو ته سپارل شوی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ پرون په ټول هېواد کې د طاهر داوړ د وژنې پرضد احتجاجي مظاهرې کړې وې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG