لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د عمران خان خور عليمه خان د دوبۍ د بې نومه جايداد نيم قيمت په جرمانه کې ورکړی


د پاکستان ځايي ميډيا وايي د وزيراعظم عمران خان خور عليمه خان په دوبۍ کې د خپل بې نومه جايداد نيم قیمت په جرمانه او ټېکسونو کې ورکړی دی.

د ځايي میډيا ترمخه عليمه خان دغه کار ځکه کړی چې ځان د قانوني چلند څخه بچ کړي.

راپورونه وايي، عليمه خان په دوبۍ کې نزدې د ۷۴ ملينه روپو يو فلېټ لري، کوم چې ويل شوي د عمران خان د خور د ملک نه بهر بې نومه يا غېر اعلاني جايداد دی او په هغې ټېکسونه او جرمانه لګول شوې وه.

ځايي ميډيا د پاکستان د محصولاتو مرکزي ادارې (اېف بي ار) چارواکو له قوله ويلي د عليمه خان د دغه جرمانې قانوني کولو په عمل کې څلور اوونۍ وخت لګېدلی دی.

د عليمه خان په بهرني جايداد لرلو جرمانې ورکولو ته په سوشل ميډيا څرګندونو کې د مخکني وزيراعظم نوازشريف لور مريم نواز قضيه پرتله کړی شوې ده.

ډاکټر هما سېف په ټويټر د عمران خان د کال ۲۰۱۷م يو ټويټ خپور کړی او ورته يې ليکلي،

"خلکو صدقه او زکات ورکړو، ورور خور له ورکړو، خور په دوبۍ کې بې نومه جايداد واخيستو، کتونکو ګورۍ لوبه ته"،

عمران خان په خپل ټويټ کې د نوازشريف کورنۍ يو بل ته د جايداد او روپو ورکولو په اړوند ويلي ؤ،

"زوي پلار ته ورکړو، پلار لور ته ورکړو،لور د نيا سره کېښودو، نيا بيرته ورکړو".

نعيم عباس نومې تن په ټويټر ویلي،

"د غريبانو جونګړې د قبضې په نوم ونړوه، خو د عمران خان بني ګاله نا، د عليمه خان د حرامو د ګټې نه خو څه مني ټرېل، نه کومه جي ايي ټي، نه د نېب کېس، نه جېل، نه تلعمري نااهلي، نه د مشر قاضي تبصرې، نه د چا پاک ټويټ".

د پاکستان د احتساب عدالت د روان کال جولايۍ په مياشت کې په لندن کې د اېون فيلډ جايداد په سر نوازشریف ته د لسو کالو، د هغه لور مريم نواز ته د اووه کالونو او د هغې مېړه محمد صفدر ته د يو کال بند سزا اورولې وه.

په ۲۰۱۷م کال کې نوازشريف د پانامه په قضيه کې د وزیراعظمۍ څخه نااهله کړی شوی او بيا د روان کال د اپرېل په مياشت کې سترې محکمې د ټول عمر دپاره نااهله کړی ؤ چې کومه حکومتي چوکۍ به نه شي ساتلی.

د نوازشريف، د هغه لور او زوم سزاګانې معطل کړی شوي او اوس د زندان څخه بهر دي.

XS
SM
MD
LG