لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني:دسولې په اړوند به هر ګام په مشوره اخستل کیږي


اشرف غني
اشرف غني

دافغانستان ولسمشر ښاغلي اشرف غني ویلي دسولې په اړوند چې هرګام اخستل کیږي هغه به دټولو په مشوره وي،دمشورو لړۍ روانه ده اؤ کله چې دا لړۍ بشپړه شي ولس سره به پائیلې شریکې کړل شي.

ولسمشر ښاغلي محمداشرف غني د سولې په اړه د مشورتي ناستو په لړ کې پرون د افغانستان د اسلامي جمعیت د انسجام شورا سره کتلي دي اؤ افغانستان کې دسولې په روان بهیر یې ورسره خبرې کړي.

د ولسمشر دماڼۍ دبیان له مخې په دې کتنه کې د سولې عالي شورا د فعالیتونو، نویو شرایطو ته په پام د مذاکره کوونکي پلاوي د جوړښت، د سولې مشورتي بورډ د ایجاد په موخه چې د سیاسي ګوندونو، مدني ټولنې او د افغانستان د ۳۴ ولایتونو د استازو په مشوره جوړېږي او د مذاکراتو د پیلولو په صورت کې د بېلابېلو کمېټو د جوړولو په اړه خبرې وشوې.

ښاغلي اشرف غني وویل حکومت د خلکو د غوښتنې پر بنسټ کار کوي اؤ دسولې په لړ کې هم کوټلې مشورې روانې دي.

هغه وویل دسولې بهیر به دخلکو په مشوره سرته رسول کیږي اؤ هر ګام به په مشوره اخستل کیږي.

د افغانستان د اسلامي جمعیت د انسجام شورا د ولسمشر څخه وغوښتل دسولې په روان بهیر کې باید د سولې عالي شورا او فعالو سیاسي جریانونو له ظرفیتونو څخه استفاده وشي.

دوی په دې پروسه کې د ټولو اړخونو پر ګډون د ټینګار ترڅنګ وویل، د سولې د مشورتي بورډ جوړښت باید پراخ وي.

په دې وروستیو کې افغان دولت طالبانو سره دسولې هڅې چټک کړي اؤ په دې لړ کې په تیره اوونۍ په مسکو کې هم د ۱۲هیوادونو یو کانفرنس جوړ شوی ؤ چې پکې دطالبانو استازو اؤ دافغانستان دسولې دعالي شورا هئېتونو هم برخه اخستې وه.

امریکا افغانستان کې د سولې دپاره زلمی خلیلزاد خپل استازی ټاکلی اؤ ډاډ‌ یې ښکاره کړی چې دسولې دپاره خلیلزاد چټک هڅې به ددې جوګه شي چې طالبان اؤ افغان دولت مخامخ دسولې خبرو ته کښیني

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG