لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

سي ايي ای ګڼي چې ژورنالسټ خاشقجي د سعودي وليعهد په امر وژل شوی دی، راپور


د امریکې استخباراتي ادارې (سنټرل انټيليجنس ايجنسي، سي ايي ای) ويلي دوي ګڼي چې د سعودي عرب ژورنالسټ جمال خاشقجي د وليعهد محمد بن سلمان په امر وژل شوی دی.

رويټرز د سرچینو له قوله ویلي سي ايي ای د امریکا د حکومت سره کانګرس ته د خپلې ارزونې احوال تېر کړی کوم چې د سعودي عرب د حکومت د څرګندونې سره په تضاد کې دی چې ګنې ولیعهد محمد په دې کې لاس نه لري.

د سي ايي ای دغه خبر چې له دې وړاندې واشنګټن پوسټ خپور کړی ويل شوي دا ختمي خبره ده چې د سعودي عرب واکمن د وژنې نېغ په نېغه ويلي دي.

سپينې ماڼۍ او د بهرنيو چارو وزارت په سمدستي ډول دغه خبر ته کوم غبرګون نه دی څرګند کړی.

خو په واشنګټن کې د سعودي عرب د سفارتخانې وياند دغه ادعا ناسمه بللې ده، او ويلي يې دي دوي په دغه اړوند ډېرې اوازې اوري.

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ او انتظاميه يې وايي که د خاشقجي په وژنه کې د سعودي عرب ککړتيا ثابت شوه حساب به يې ورسره کوي، خو ورسره د سعودي عرب د اتحاد په اهميت هم ټینګار کوي.

امریکايي چارواکي وايي د تېلو ورکوونکی غټ اتحادي سعودي عرب په سيمه کې د ايران په وړاندې مهم رول ترسره کوي او د ټرمپ انتظاميې په تکراره سره دغه خبره کړې ده چې هغه نه غواړي چې امریکا په سعودي عرب وسله خرڅه کړي.

په عېن حال کې د ټرمپ انتظاميې د زيارت، پنجشنبې په ورځ د خاشقجي د وژنې په تړاؤ په ۱۷ سعوديانو بندېزونه لګولي دي، او ځينې قانون جوړؤنکي په دې خیال دي چې امریکا په دغه اړوند نور سخت ګامونه واخلي.

ژورنالسټ جمال خاشقجي د اکتوبر په ٢مه نېټه په استنبول کې د سعودي عرب قونصلګرۍ ته د خپل واده لپاره کاغذونه جوړولو لپاره ورغلی و خو بیا ژوندی نه دی لیدل شوی.

د ترکي او سعودي چارواکو د هغه د مرګ تصدیق کړی دی خو جسد یې نه دی موندل شوی.

خاشقجي په امریکا کې د جلاوطنۍ ژوند کولو او د امریکې واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د پاره به لیکل کول او د سعودي عرب د حکومت ناقد ؤ.

د ترکي صدر رجب طیب اردوان هم ویلي د خاشقجي وژنه د مخکی نه پلان شوی وه او د خاشقجي د وژنی امر د سعودي حکومت اعلی چارواکو ورکړی و خو په دې لړ کې ېې نېغ په نېغه څوک ذمه وار نه دی ګرځولي.

ويل کیږي د خاشقجي وژنی په حقله معلومات لرونکي کسانو ترمخه کوم سعودي ټیم چې خاشقجي وژلی دی د هغه یو غړی بیا سعودي عرب ته ټیلي فون کړی وو او چا ته ېې وویل چې خپل مشر خبر کړه وژنه ترسره کړی شوه.

XS
SM
MD
LG