لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پښتانه ملت پاله ګوندونه دطاهر داوړ په وژنه اسلام اباد نه ځواب غواړي


دپښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزئ د پښتون پولیس افسر طاهر داوړ وژنه دسعودي خبریال جمال خاشقجي د وژنې په څیر یوه نړیواله موضوع ګرځولې اؤ غوښتنه یې کړې ده چې د طاهر داوړ د وژنې پلټنې هم باید په نړیوال کچ وشي.

عوامي نیشنل ګوند هم په ګرده صوبه کې د طاهر داوړ د وژنې په ضد احتجاجونه کړي اؤ په پښتنو یې غږ کړی چې باید د طاهر داوړ په وژنه غلي پاتې نه شي بلکې میدان ته را اوځي اؤ دهغه د وینو پوښتنه دې وکړي.

محمود خان اڅکزئ چې نن د وژل شوي پولیس افسر طاهر داوړ دفاتحې دپاره پېښور کې دهغه کور ته ورغلی ؤ خبریالانو ته یې ویلي پښتانه پاکستان ماتول نه غواړي خو دا خبره هم بیخي په ډاګیز ډول کول غواړي چې په پاکستان کې د دوهمې درجې د وګړو‌ په صفت ژوند کولو ته هم په هیڅ صورت غاړه نه ږدي.

ښاغلی اڅکزی وویل“د پوځ هم دا وینا ده چې طاهر داوړ زمونږ یو تکړه سپاهي ؤ نو دتکړه سپاهیانو دغسې وژنې پځائ‌ پرېښودل به بربادي وي”

تیره ورځ د وژل شوي پولیس افسر طاهر داوړ زوئ هم میډیا ته ویلي وؤ چې هغه دخپل پلار د وژنې پلټنو دپاره په ټاکل شوي تحقیقاتي ډله باور نه لري، باید ددې وژنې په نړیواله کچه پلټنې وشي.

ښاغلي اڅکزي وویل دسعودي دنوم اخستلو پرته وویل د جمال خاشقجي وژنه هم لمړی هغوئ نه منله اؤ ویل یې چې هغه له قونصلګرۍ څخه وتلی ؤ خو چې نړیوال فشار پرې راغلی نو اوس وایي چې په دغه دوسیه کې پینځوؤ کسانو ته دتیزندۍ سزا پکار ده.

محمود خان اڅکزي وویل ددې خبرو معلومات پکار دي چې څنګه طاهر داوړ داسلام اباد نه پورته شو اؤ مړی یې افغانستان کې وموندل شو.

دپېښور دکلیوالو سیمو دپولیسو مشر طاهر داوړ په ۲۶م اکتوبر دپلازمینې اسلام اباد څخه تښتول شوی اؤ بیا یې مړی په۱۳م نومبر د افغانستان ننګرهار ولایت څخه موندل شوی ؤ.

محمود خان اڅکزي وویل د طاهر داوړ په وژنه کې پرته له کوم تحقیق د راء، این ډي‌ ایس اؤ پښتون ژغورنې غورځنګ نومونه اخستل افسوسناک دي.

دپښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر وویل” پښتانه ددې هیواد وګړي دي په هرڅه یې برابر حق دی، دلته هیڅوک اقا اؤ غلام نشته ، په وسیلو لمړی حق باید زمونږه وي”

بل لوري ته نن عوامي نیشنل ګوند هم د پښتون پولیس افسر طاهر داوړ په وژنه په ګرده صوبه کې احتجاجونه کړي اؤ د پښتنو په مرموزو وژنو یې اندېښنه ښودلې ده.

په پېښور کې یوې سترې احتجاجي مظاهرې ته پخپله وینا کې دعوامي نیشنل ګوند خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې پارلیماني مشر سردار حسین بابک وویل نن د اسلام اباد غوندې ښار هم دپښتنو دپاره خوندي نه دی.

هغه وزیراعظم عمران خان ته په اشارې سره وویل ؤ دپښتنو په وژنو دحکومت غلي پاتې کیدل ددې خبرې ثبوت دی چې په ۲۵م جولایي کوم “طالب خان “په کومو شرطونو واک ته رسول شوی هغې کې یو شرط دا هم دی چې پښتانه به دهغه حکومت کې وژل کیږي خو هغه به پرې غلی وي.

هغه وویل خو اوس پښتانه نور دخپلو خلکو وژنو زغملو ته تیار نه دي اؤ د پښتنو وژونکي به دانصاف عدالت ته راکاږي.

هغه زیاته کړه اوس به پښتنو ته اسلام اباد ځواب ورکوي چې ایا دقاتلانو اؤ ټښتوونکو ملګری دی که پښتنو ته انصاف ورکوي.

دپېښور په څير دپښتونخوا په ګڼو نورو ښارونو اؤ قبائیلي ضلعو کې هم دعوامي نیشنل ګوند په سوونو فعالینو د طاهر داوړ د وژنې په ضد احتجاجي مظاهرې کړي اؤ دحکومت اؤ امنیتي ادارو په ضد یې شعارونه ورکړي دي

XS
SM
MD
LG