لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکا: د ژورنالسټ خاشقجي د وژنې په اړوند کومې نتيجې ته نه يُو رسېدلي


د امريکې د بهرنیو چارو وزارت د خالي، شنبې په ورځ ويلي د سعودي ژورنالسټ جمال خاشقجي د وژنې په اړوند يې حکومت کومې پايلې ته نه دی رسېدلی.

د صدر ډانلډ ټرمپ انتظامیې هاغه رپوټ ناسم بللی په کوم کې چې د امريکا د استخباراتي ادارې (سي ايي ای) لخوا ويل شوي د سعودي وليعهد محمد بن سلمان د خاشقجي د وژنې امر کړی دی، دغه رپوټ واشنګټن پوسټ خپور کړی ؤ.

د امريکې د بهرنيو چارو وزارت ويلي دغه ډول رپوټونه سم نه دي.

ويل شوي د سي ايي ای مشر ګيناهسپال او د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو د خالي په ورځ د ټيليفون د لارې صدر ټرمپ د خاشقجي د وژنې د پېښې څخه خبر کړی دی.

وزارت ويلي د امريکا حکومت ژمن دی چې د وژنې په پېښه کې ککړ کسان د قانون منګولو ته راولي او ځينې سوالونه دي چې جوابونو ته اړتيا لري.

له دې وړاندې رويټرز خبري ادارې د سرچینو له خوا ویلي سي ايي ای د امریکا د حکومت سره کانګرس ته د خپلې ارزونې احوال تېر کړی کوم چې د سعودي عرب د حکومت د څرګندونې سره په تضاد کې دی چې ګنې ولی عهد محمد بن سلمان په دې وژنه کې لاس نه لري.

د سي ايي ای دغه خبر چې له دې وړاندې واشنګټن پوسټ اخبار هم خپور کړی وو او پکې ويل شوي وو، دا خبره یقیني ده چې د سعودي عرب واکمن د خبریال د وژنې نېغ په نېغه ويلي دي.

په واشنګټن کې د سعودي عرب د سفارتخانې وياند دغه ادعا ناسمه بللې ده، او ويلي يې دي دوي په دغه اړوند ډېرې اوازې اوري.

جمال خاشقجي د اکتوبر په ٢مه نېټه په استنبول کې د سعودي عرب کونسلګرې ته د خپل واده لپاره کاغذونه جوړولو لپاره ورغلی و خو بیا ژوندی نه دی لیدل شوی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG