لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان د امريکې سره د افغان سولې خبرو ته خوشبينه دي


د افغانستان د روغې جوړې او سولې د خبرو دپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په دوېم ځل په قطر کې د طالبانو استازو ليدلي کتلي دي.

د طالبانو سره د زلمي خليلزاد تفصيلي ليدنه د جمعې په ورځ پای ته رسېدلې او ويل شوي دواړه فريقه د خبرو عمل ته خوشبينه دي، دغه خبره د طالبانو سرچینو کړې ده.

خو د خبرو په دواړو فريقو کې يو هم په رسمي ډول د دغه خبرې پخلی نه دی کړی او نه په قطر کې د شوؤ خبرو جزيات وړاندې کړی شوي دي چرته چې د طالبانو سياسي دفتر دی.

د ټرمپ انتظامیې زلمی خليلزاد د ستمبر په مياشت کې د افغان سولې د خبرو دپاره ځانګړی استازی ټاکلی چې افغان دولت او طالبانو د خبرو مېز ته راولي، د نوموړي دغه دوېمه ليدنه وه چې د يوې مياشتې نه په لږه زياته موده کې يې ترسره کړه.

د طالبانو سرچينو ويلي د امريکايي پلاوي سره په ليدنه کې په ګوانتاموبی کې پخوانی بندي ملا فضل او ملا خېرخواه ګډون کړی دی.

طالبانو ويلي د دغو خبره موخه د افغانستان نه د امریکايي او نېټو ځواکونو د ويستلو نېټه ټاکل ؤ چې د افغانانو په خپل مينځ کې خبرو ته لار هواره شي.

تېره اوونۍ په قطر کې د طالبانو د پلاوي په استازيتوب سهېل شاهين ویلي ؤ، چې کله دوي د ټولو پوځونو د وتلو په اړوند يوې حل لارې ته ورسي له هغې وروسته به د خبرو دوېم پړاؤ ته لاړ شي چې پکې به د افغانانو ترمنځ خبرې وي چې امن څنګه راتلی شي او حکومت به جوړولی شي.

طالبان وايي دوي د امریکايي پلاوي سره په ليدنو کې د خپلو بندي کسانو د خوشي کولو او طالب مشرانو باندې د نړيوال سفر د بندېزونو لرې کولو هڅه هم کوي.

خليلزاد تېره میاشت د افغان دولت او طالبانو سره د ليدو وروسته په دواړو غاړو غږ کړی ؤ چې د خبرو دپاره اختيارمندې ډلې وټاکي.

ويل شوي افغان ولسمشر په دغه تړاؤ د ځينې سياسي مشرانو سره ليدلي او د نورو سره هم ليدنې کوي.

اشرف غني د ويډيو لنک د لارې په واشنګټن کې يوې ناستې سره په خبرو کې ويلي، خليلزاد چې د طالبانو سره په کومو موضوعاتو خبرې کوي دا په حقيقت کې د افغان دولت خبرې دي.

هغه ويلي د امريکې د طالبانو په خبرو کې ښکېلتيا او د هغې نتيجه د طالبانو سره مذاکرات ته نه دي نېغ په نېغه خبرې به د افغان دولت او طالبانو ترمنځ وي.

اشرف غني ویلي حکومت يې خبرو ته تيار دی چې ټولې مسلې د خبرو د لارې هوارې شي او په افغانستان کې د کلونو دغه جګړه ختمه شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG