لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د طاهر داوړ د وژنې د پېښې پلټنې روانې دي، محمود خان


د خېبرپښتونخوا اعلی وزیر محمود خان وايي د پوليس افسر طاهر خان داوړ د وژنې د پېښې دپاره يوه ګډه کميټي جوړه کړی شوې او پلټنې روانې دي.

د شمالي وزيرستان سره تعلق لرونکی طاهر داوړ د اکتوبر په ۲۶م د اسلام اباد څخه بې درکه شوی او د تېرې شورو، چهارشنبې په ورځ بيا خبر راغلی چې د هغه مړی د افغانستان په ختيځه ننګرهار صوبه کې ترلاسه شوی دی.

د پاکستان حکومت د هغه د وژنې په رسمي ډول پخلی د زيارت په ورځ کړی ؤ.

د وژل شوي پولیس افسر طاهر داوړ زوی امجد طاهر داوړ ويلي ؤ، د پلار د وژنې پېښه یې له دوو هېوادونو پاکستان او افغانستان سره تړلې ده او د پلټنې لپاره دې یې یو نړیوال کمېشن جوړ شي چې د هغه له تښتونې تر وژنې ټول علتونه وڅېړي.

هغه ويلي "زما له پلار سره زیاتی شوی دی، د دې لپاره دې یوه بین الاقوامي اداره [کمېشن] جوړه شي او هغه دې دا ټول تحقیقات وکړي، ځکه چې په دا کې دوه ملکونه پاکستان او افغانستان شامل دي".

اعلی وزير نن د اتوار، يکشنبې په ورځ د طاهر داوړ کور ته فاتحې له ورغلی او په دغه مهال يې رسنیو سره په خبرو کې وويل، د پېښې د پلټنې دپاره يوه ګډه کميټي جوړه کړی شوې ده.

هغه وويل، "زمونږ په ادارو (ايجنسيانو) کې دومره توان شته چې دا معامله به منطقي انجام ته ورسوي".

هغه زياته کړه "په نړيواله کچه د پلټنو غوښتنې پله مو لا سوچ نه دی کړی" او که د داوړ کورنۍ مطمئن نه شوه نو د اطمينان دپاره به يې ګامونه اخلو.

پښتنو ملت پاله ګوندونو هم د طاهر د وژنې ځواب غوښتی او د پلټنو کولو يې ويلي دي.

پرون د خالي، شنبې په ورځ عوامي نيشنل ګوند په خېبرپښتونخوا صوبه کې د طاهر داوړ د بې درکه کولو او وژنې پرضد احتجاجي مظاهرې کړي دي.

او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی د پولیس افسر طاهر داوړ وژنه د سعودي خبریال جمال خاشقجي د وژنې په څېر یوه نړیواله موضوع ګرځولې او غوښتنه یې کړې ده چې د طاهر داوړ د وژنې پلټنې هم باید په نړیوال کچ وشي.

محمود خان اڅکزی پرون د داوړ د فاتحې دپاره پېښور کې د هغه کور ته ورغلی او خبریالانو ته یې ویلي پښتانه پاکستان ماتول نه غواړي خو دا خبره هم بیخي په ډاګیز ډول کول غواړي چې په پاکستان کې د دوهمې درجې د وګړو‌ په صفت ژوند کولو ته هم په هیڅ صورت غاړه نه ږدي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG