لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مولانا سمیع الحق مړی پوسټ مارټم له نه را اوباسو، يوسف شاه


په راولپنډۍ کې د چړو په ګوزارونو د وژل شوي مولانا سميع الحق ګوند جمعيت علمااسلام (س) ويلي، د مولانا مړی د پوسټ مارټم کولو دپاره نه را اوباسي.

د ځايي ميډيا ترمخه د ياد ګوند د خېبرپښتونخوا صوبې مشر مولانا يوسف شاه ويلي،" دوي ته د چارواکو لخوا داسې کوم خبر نه دی ورکړی شوی چې د مولانا سميع الحق مړی د پوسټ مارټم دپاره را اوباسي، او هغه به د دغسې کولو اجازه ورنکړي ځکه چې د پېښې سمدست وروسته هم دا جازه نه وه ورکړی شوې".

پوسټ هغه طبي معاينه ده کومه چې د مړينې وروسته کولی شي، او ويل کیږي د مړي د وژنې د علت مالومولو دپاره دا عمل ترسره کولی شي.

مولانا سميع الحق د روانې مياشتې په دوېمه نېټه په راولپنډۍ ښار کې په خپل کور کې د نامالومو کسانو د چړو په ګوزارونو وژل شوی ؤ.

پوليس وايي د مولانا د وژنې د پېښې پلټنې روانې دي خو پينځه وړاندې دا خبرې مخې ته راغلی چې د مولانا شخصي سيکرټري احمدشاه بې درکه دی.

د مولانا د وژنې وروسته د هغه زوي حامدالحق ويلي ؤ، پلار یې په کور کې یواځې وو او د هغه محافظ او ډرایور له کوره د باندې په څه کار پسې وتلی وو خو وایي کله چې هغه کور ته ور ستون شوي وو، نو لیدلي یې وو چې مولانا سمیع الحق په وینو لړلی پروت دی.

احمدشاه د مولانا ډرايور او شخصي سيکرټري ؤ.

حامدالحق د احمدشاه د بې درکۍ پخلی کړی خو ويلي يې دي دا نه ده مالومه چې هغه پوليسو بوتللی يا په خپله پټ شوی دی.

د مولانا سميع الحق د وژنې مقدمه د نامالومو کسانو پرضد درج کړی شوې ده.

مولانا سمیع الحق به خپل ځان د طالبانو د "روحاني پلار" په نوم یادولو، ويل کيږي دا ځکه چې ګڼ شمېر مهمو طالبانو د هغه د مدرسې نه تعلیم ترلاسه کړی وو.

افغان طالبانو د مولانا د وژنې غندنه هم کړې وه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG