لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان:دقطر خبرو کې دلنډ مهاله حکومت په اړوند هیڅ موافقه نه ده شوې


افغان طالبانو منلې چې په قطر کې یې امریکایي استازي زلمي خلیل زاد سره پرله پسې درې ورځې مزاکرات کړي خو‌ واضحه کړې یې ده چې په دغو مزاکړتو کې دموقت حکومت په اړه هیڅ موافقه نه ده شوې.

تر دې وړاندې دقطر دمزاکراتو په اړوند داسې ناتایده راپورونه مخې ته راغلي وؤ چې طالبان غواړي افغانستان کې د ولسمشرۍ راتلونکې ټاکنې ترسره نه شي اؤ دعبدالستار سیرت په مشرۍ دې یو لنډ مهاله حکومت جوړ شي.

۸۱کلن عبدالستار سیرت دپخواني پاچا محمد ظاهر شاه له نزدې کسانو ګڼل کیږي.

خو طالبان وایي چې خیلزاد سره یې داسې هیڅ‌ خبرې نه دي کړي.

افغانستان کې دسولې دپاره دامریکا دبهرنیو چارو د وزارت ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد د یکشنبې په ورځ کابل کې خبریالانو ته ویلي وؤ چې طالبانو سره خبرو کې ورته هغوئ دخبرو دلارې دمشکلاتو دهواري ډاډ ورکړی اؤ هیله یې ښودلې وه چې دافغانستان ۱۷کلنه جګړه به د خبرو اترو دلارې دهواري لار ومومي.

د دوشنبې په ورځ دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته پخپل یو لیږلي بیان کې منلې چې طالب مشرانو په قطر کې تر دریوؤ ورځو زلمي خلیل زاد سره خبرې کړي .

طالب ویاند ویلي په دغو ناستو کې دافغان شخړې په سوله ییز هواري خبرې اترې اترې شوي خو د دواړو لوریو ترمینځ‌ په هیڅ کومه ستونزه توافق نه دی شوی.

طالبانو پخپل دغه بیان کې هغه راپورونه رد کړي چې ګنې دقطر ناسته کې زلمي خلیل زاد سره دموقت حکومت یا د ولسمشرۍ د راتلونکو ټاکنو په اړه کومې پرېکړې ته رسیدلي دي.

امریکایي استازي زلمي خلیلزاد دطالبانو ددې بیان نه یوه ورځ وړاندې هیله ښودلې وه چې د ولسمشرۍ راتلونکو ټاکنو نه وړاندې به طالبانو سره د سولې یوه لاره پیدا کړي.

په څه باندې یوه میاشت کې، دا دویم ځل دی چې زلمی خلیلزاد په قطر کې د طالبانو له استازو سره لیده کاته کوي.

تیره ورځ‌ اسوشیتډ پرس آژانس د یوې طالب سرچینې له قوله خبر ورکړی ؤ چې خلیلزاد سره قطر کې په وروستۍ لیدنه کې، د طالبانو د واکمنۍ په مهال د هرات والي‌ خیرالله خیرخواه و او پخوانی مشر پوځي قومندان ملافاضل هم حاضر و. دوي څو کاله وړاندې د یوه امریکایي پوځي په بدل کې د ګوانټانامو له زندان څخه خلاص او قطر کې میشت شول.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG