لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

صدر ټرمپ ته د عمران خان ځوابونه څومره حقيقت لري؟


د امریکا د صدر ډانلډ ټرمپ د بيان او ټويټس په ځواب کې د پاکستان وزيراعظم عمران خان ځواب کړی خو د خان په ځواب کې شوې ادعاوې څومره حقيقت لري؟.

په افغانستان کې د امريکا، نېټو ځواکونه او طالبان

عمران خان ويلي چې په افغانستان کې د يو لاک او ۴۰ نېټو پوځ او ۲۵زره افغان ځواکونو او د ارب ډالره خرڅ کولو باوجود طالبانو د تېر په پرتله ډېر پياوړي دي.

خو حقيقت دا دی چې په افغانستان کې طالبان ماتې خوړونکي ډله ده، په افغانستان کې دننه کوم مرکز نه لري د چرته نه چې هغوي موازي حکومت وچلوي.

امریکا او افغانستان وايي طالبان په پاکستان کې مرکزونه لري. سياسي دفتر يې په قطر کې دی. دا يوه ياغي ډله ده محدوده او هدفي عمليات کوي او کوم د پام وړ کاميابي نه لري.

د ۹/۱۱ په پېښو کې پاکستانی ؤ که نه ؤ؟

عمران خان په ټويټ کې ويلي، د ۹/۱۱ په پېښو کې کوم پاکستاني لاس نه درلود خو پاکستان د امريکې د ترهګرۍ پرضد جګړه کې د برخې اخیستو پرېکړه وکړه.

​خو خالد شېخ محمد پاکستانی ؤ او د ۹/۱۱ د پېښو د پلټنو دپاره جوړ کمېشن هغه د دغه بريد مرکزي کردار ګرځولی ؤ. او هغه په کال ۲۰۰۳م کې په پېنډۍ کې نيول شوی ؤ.

محمدتقي د خالد شېخ په اړوند په ټويټر ويلي،

"د ۹/۱۱ مرکزي کردار په پېنډۍ کې د يو ريټايرډ پوځي په کور کې نيول شوی ؤ، پاکستان هغه د وزيراعظم په شمېرو کې نه راولي"

دوېم دا چې عمران خان د ترهګرۍ پرضد جګړه د امريکا يادوي خو پاکستاني چارواکي بيا بيا به دا خبره تکراروي چې د ترهګرۍ پرضد جګړه د دوي خپله ده.

د ۷۵ زره پاکستانيانو وژنې او ۱۲۳ اربه ډالره مصرف

عمران خان ادعا کړې چې د ترهګرۍ پرضد جکړه کې ۷۵زره پاکستانيان وژل شوي او ۱۲۳ اربه ډالره تاوان ورته اوختی دی.

خو د ۱۲۳ اربه ډالرو شمېره به کوم ازاد کمېشن په ګرانه مني او نه د پاکستان حکومت په دغه اړوند د ثبوت په توګه کوم اسناد وړاندې کړي دي.

د ۹/۱۱ نه وروسته په رامنځته شوؤ حالاتو پخواني پوځي امر پروېز مشرف چې هغه وخت د پاکستان صدر ؤ په خپل کتاب کې ليکلي، چې د ترهګرۍ پرضد جګړه موقع ده چې په امریکا او نورو باندې په ملينونو ډالرو تندلاري خرڅ شي.

د ۹/۱۱ نه زيات پښتانه اغېزمن شوي

د عمران خان ځينې ادعاوې حقيقت هم لري چې د ۹/۱۱ نه وروسته يې ملک بې ثباته شوی، ۷۵ زره خلکو قربانۍ ورکړي او زيات اغېزمن شوي پښتانه دي.

د امریکې د صدر ډانلډ ټرمپ او پاکستان د وزیراعظم عمران لخوا په ټويټر يو بل ته تاوده ځوابونه ويل شوي دي.

ټرمپ وايي پاکستان ته يې په اربونو ډالره ورکړي خو پاکستان د امريکې دپاره څه نه دي کړي. هغه ويلي نور پاکستان ته پېسې نه ورکوي.

خو عمران خان ادعا کوي چې د امريکې په جګړه کې يې سخت زيانمن شوي دي.

XS
SM
MD
LG