د پاکستان د خزانې وزير اسد عمر ويلي، د پاکستان او نړيوالې مالياتي ادارې (ايي اېم اېف) څرګندونې توپير لري خو ورسره يې ويلي چې د قرضې دپاره مثبتې خبرې به دوامداره وساتي.
په سختو اقتصادي ستونزو کې ښکېل پاکستان ايي اېم اېف ته د قرضې خواست کړی او دا وخت د ايي اېم اېف پلاوي د پاکستان په سفر دی چې د پاکستان سره د قرض په شرطونو خبرې وکړي.
پاکستاني مطبوعات وايي ايي اېم اېف د پاکستان نه غوښتي چې د بجلۍ قيمتونه او ټېکس راټولو شرح سېوا کړي.
ويل شوي د پاکستان او ايي اېم اېف د پلاوي ترمنځ د بجلۍ د قيمتونو سېوا کولو او د چين نه د امداد په اغېزو د سېوا ټېکس په سر اختلاف شتون لري.
خو د خزانې وزیر په خپله دا جزيات نه دي شریک کړي چې د ايي اېم اېف د پلاوي سره يې اختلاف په کومو خبرو دی.
ويل شوي نن د نهې، سه شنبې ورځ د خبرو دپاره وروستۍ ورځ ټاکل شوې ده.
د پاکستان وزيراعظم عمران خان د حکومت سمبالولو وروسته ويلي ؤ ملک دا وخت د خپل تاريخ د سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی او ۱۲ اربه ډالرو ته اړتيا لري.
پاکستان بيا ايي اېم اېف ته د قرض خواست کړی او سعودي عرب ورسره د درې اربه ډالرو د مرستې کولو ژمنه کړې وه چې پکې ويل کيږی د ګل په ورځ د پاکستان مرکزي بېنک ته د سعودي عرب نه يو ارب ډالره انتقال شوي دي.
د سعودي عرب د سفر نه وروسته د پاکستان وزيراعظم د چين او متحده عرب اماراتو سفرونه کړي خو د دغو سفرونو وروسته داسې څه نه دي ويل شوي چې دغه هېوادونه به د پاکستان سره سمدستي مالي مرستې وکړي.
پاکستان وايي د دغو دواړو هېوادونو سره يې ځينې مهمې لوظنامې شوي دي.