لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

عمران خان: د حضرت عيسی ذکر په انساني تاريخ کې نشته


د پاکستان وزير اعظم عمران خان ويلي چې د نورو پېغمبرانو په پرتله د پېغمبر حضرت عيسی عليه الاسلام ذکر په انساني تاريخ کې نشته دی>

د نوموړي دغه بيان ته په سوشل ميډيا سخت غبرګون ويل شوی دی.

په ټويټر صحافي طلعت حسين د عمران خان دغه ويډيو خپره کړې چې پکې عمران خان د جشن ميلادالنبي په مناسبت راجوړې يوې غونډې ته وېنا کوي،

عمران خان وايي، "په انساني تاريخ کې د نورو پېغمبرانو ذکر ډېر کم شوی دی د حضرت موسی ذکر پکې شته خو د حضرت عيسی عليه اسلام ذکر پکې نشته خو د نبي (ص) ټول ژوند د تاريخ برخه ده".

د طلعت حسېن په ټويټ مصطفي عزيز آبادي ليکلي دي چې د حضرت عيسی ذکر په قران پاک کې هم شوی دی نو څنګه عمران خان وايي د پيغمبر پاک تذکره د تاريخ په کتابونو کښې نه ده شوي.

هغه ويلي چې د عمران خان دا خبره په توهين رسالت کې راځي او دې سره په نړيوال کچ د مسيحي ورورولۍ زړونو ته خفګان رسېدلی او عمران خان دې په دې بخښنه وغواړي.

د پاکستان پيپلز ګوند د قامي اسمبلۍ غړې نفيسه شاه په ټویټر ویلي چې ایا دا (عمران خان) په رښتيا وزیراعظم دی؟.

"د عمران خان د حضرت عيسی په اړوند غېر زمه واره بيان په تاريخ شک راولاړوي او نه يواځې د قران د بيان سره په تضاد کې دی ځکه چې په قران کې د حضرت عيسی د پېغمبرۍ او هغه ته د انجيل کتاب ورکول بيان شوي، د دې سره داسې بيان په ملک کې د عسيايي ورورولۍ دپاره د خفګان دی، او ايا دا په رښتيا وزيراعظم دی؟".

ژورنالسټ مرتضی سولنګي ويلي،

" د اکسفورډ ګرېجوېټ وزيراعظم عمران خان وايي عيسی عليه السلام د تاريخ په کتابونو کې نشته، ايا اکسفورډ دا زده کړې ښايي؟".

يو خوا ته که په سوشل ميډيا د عمران خان وېنا ته سخت غبرګون ويل کيږي نو بل لور ته د پاکستان تحريک انصاف ګوند سره تړاو لرونکو د عمران خان د بيان وضاحت وړاندې کړی او ويلي يې دي عمران خان د انساني تاريخ خبره کړي نه چي د قران پاک يادګېرنه يې کړې ده.

حارث بن طارق په خپل تويټر ليکلي چې د عمران خان د وېنا مطلب دا وو چي په څومره تفصيل سره ذکر د تا ريخ په کتابونوکې د پيغمبر پاک (ص) شوی نو هغومره د بل پېغمبر نه دی شوی.

XS
SM
MD
LG