لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ټرمپ: د ژورنالسټ د وژنې باوجود به د سعودي عرب سره يُو


د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ ويلي د امريکايي مېشت ژورنالسټ د وژنې د زمه وارۍ نه ځان خلاصول به د سعودي غټه غلطي وي.

ټرمپ د نهې، سه شنبې په ورځ ويلي، د امریکې ملي امنيت او اقتصادي ګټې ورته ډېرې مهمې دي.

هغه ويلي "مونږ به د سعودي عرب سره يُو" او زياته کړه يې ده د سعودي عرب او د ايران د مخالفت سره کار نه لري او رياض د امریکا نه پوځي سازو سامان اخلي او د هغې مطلب په زرګونو نوکرۍ او په اربونو ډالره پانګونه ده.

ټرمپ ويلي روس او چين ته دا موقع په لاس نه ورځي.

په وروستيو کې امریکايي مطبوعاتو د سي ايي ای د چارواکو د خلې ويلي ؤ چې سي ايي ای په دې نتيجه رسېدلې چې جمال خاشقجي د وليعد محمد بن سلمان په امر وژل شوی دی، خو سعودي چارواکو دغه خبر رد کړی ؤ.

صدر ټرمپ د وليعهد په اړوند پوښتنې ته په ځواب کې ویلی، "ښايي هغه امر کړی وي يا نه وي کړی".

جمال خاشقجي د اکتوبر په ٢مه نېټه په استنبول کې د سعودي عرب کونسلګرې ته د خپل واده لپاره کاغذونه جوړولو لپاره ورغلی و خو بیا ژوندی نه دی لیدل شوی.

د ترکي او سعودي چارواکو د هغه د مرګ تصدیق کړی دی خو جسد یې نه دی موندل شوی.

XS
SM
MD
LG