لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اسامه بن لادن وړومبي مالومات د پاکستان استخباراتو ورکړي وو، د بهرنیو چارو وزارت


د امریکايي صدر ډانلډ ټرمپ په پاکستان د نيوکو وروسته د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت او پوځ خپل غبرګون څرګند کړی دی.

د بهرنيو چارو وزات په اسلام اباد کې د امریکا استازی پال جونس ته خپل احتجاج ريکارډ کړی چې امریکايي صدر په پاکستان بې اساسه تورونه لګولي دي.

د بهرنيوچارو وزارت ويلي د بهرنيو چارو سيکرټري امریکايي استازي ته ور ياده کړې چې دا د پاکستان استخباراتي مرستې وې چې د اسامه بن لادن د ځای ځاييږي په اړوند يې وړومبی شواهد ورکړي وو.

د ګل، دوشنبې په ورځ د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ په خپلو ټویټونو کې، پاکستان ته د اسامه بن لادن پیغور ورکړی او ليکلي يې ؤ.

"البته چې مونږ باید لا ډیر مخکې اسامه بن لادن نیولی وی. ما لږ مخکې تر هغې چې په نړېوال تجارتي مرکز(ورلډ ټرېډ سنټر) بریدونه وشي، د نوموړي په هکله خپل کتاب کې لیکلي و. ټولو ته معلومه ده چې صدر کلنټن له خپلې موقع له لاسه ورکړه. مونږ پاکستان ته په بیلینونو ډالره ورکړل، او هغو هیڅکله مونږ ته ونه ویل چې اسامه هلته ژوند کوي. احمقان!".

د صدر ټرمپ په پاکستان نيوکو ته وزيراعظم عمران خان هم ځواب ويلی دی.

ټرمپ ويلي پاکستان ترې په بيلينونو ډالره اخيستي هيڅ يې ورله نه دي خو عمران خان د ټرمپ دعوؤ ته غلطې ويلي دي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي د ترهګرۍ پرضد جګړه کې د پاکستان هومره قيمت بل کوم هېواد نه دی ورکړی او امریکايي مشرتابه منلې چې د القاعده په ماتولو او د سيمې نه د ترهګرۍ د ګواښونو د مينځه لرې ايستلو کې يې پاکستان مرسته کړې ده.

وزارت دا هم ويلي چې د پاکستان په مرسته د القاعده مشران وژل شوي او نيول شوي او نړيوالې ټولنې ته يې په افغانستان کې د کاميابۍ دپاره د ځمکې او فضا د لارې ټولې مرستې دوامداره ساتلي دي.

د افغانستان د شخړې د هواري په لړ کې د امریکا او نورو فريقېنو سره د همکارۍ د يادونې ترڅنګ د بهرنيو چارو وزارت ویلي، بې اساسه تورونه د مرستو لړۍ اغېزمنولی شي.

د پاکستان پوځ د امریکا د نوم اخیستو پرته ويلي، پاکستان د ترهګرۍ پرضد کاميابه جګړه کړې، د افغانستان د سولې دپاره د بل هر چا نه یې زيات کار کړی دی، بايد نړۍ د پاکستان د قربانيو اعتراف وکړي.

پوځ ويلي پاکستان غواړي چې د افغانستان د سولې په لړ کې خپله برخه دوامداره وساتي خو د پاکستان احترام او امنيت ته به لومړيتوب ورکوي.

د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ په ټويټر د پاکستان په اړوند څرګندونو نه وړاندې یو امریکايي ټيلي ويژن "فاکس نیوز" ته په مرکه کې ویلي ؤ چې پاکستان د امریکا لپاره هيڅ نه دي کړي او په خپلې دې فیصلې ولاړ دی چې پاکستان ته به نورې پیسې نه ورکوي.

راپورونه وايي د صدر ټرمپ د بيان او ټويټس نه وروسته د امریکا د دفاع وزارت پېنټاګون يو چارواکي ويلي پاکستان کې يې په سيمه کې اوس هم يو مهم همکار دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG