لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

بلوچستان: د چمن په جامع جومات کې چاودنې د امام په ګډون 10 تنه ټپیان کړي


د بلوچستان په سرحدي ښار چمن کې په یوه جومات کې چاودنه شوې، چې تر اوسه پورې پکې د ګڼ شمېر کسانو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.

پولیس وایي چاودنه د ښار په جامع جومات کې د ماښام د لمانځه په مهال شوې چې وایي د جومات د خطیب حافظ مطیع الله په ګډون 10 تنه پکې ټپیان شوي دي.

د پېښې ټپیان سمدستي د ښار سرکاري سېول روغتون ته رسول شوي دي او تر اوسه دا نه دي ویل شوي چې ټپیان په څه حالت کې دي.

پر ټویټر په یوه خپره شوې ویډیو کې لیدل کېږي چې په جومات کې را ټول شوي خلک د جومات د محراب خواته را غونډ شوي دي او وایي چې چاودېدونکي توکه په محراب کې پټ ایښودل شوي وو.

د چاودنې ذمه واري سمدستي کومې وسلوالې ډلې نه ده منلې.

پولیسو د چاودنې د علت په اړه څه نه دي ویلي، خو پر ټولنیزو رسنیو خلکو ویلي چې د چاودنې هدف د جومات خطیب وو، چې سخت ټپي شوی دی.

د چمن یوه اوسېدونکي لیکوال او ټولنیز فعال عادل اڅکزي پر فېسبوک لیکلي چې د دې جومات امام څه موده مخکې د کندهار د وژل شوي پولیس قومندان عبدالرازق او افغان سیاستوال عبدالجبار قهرمان د جنازې غایبانه لمونځ هم ورکړی وو، چې زرګونو خلکو پکې ګډون کړی وو.

دا چاودنه په داسې وخت کې شوې چې نن په ټول پاکستان کې د اسلام د پیغمبر د زېږېدو ورځ یا عید میلادالنبي لمانځل کېږي او پرون د نهې- سه شنبې په ورځ په کابل کې هم د میلادالنبي په مناسبت غونډه کې ځانمرګي برید 56 تنه و وژل شول او 75 پکې ټپیان شوي وو.

XS
SM
MD
LG