لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

باجوړ: چاؤدنه کې دوه تنه وژل شوي


د خېبرپښتونخوا په قبايلي ضلع باجوړ کې د سړک غاړې ښخ يو بم په چاؤدنه کې دوه تنه وژل شوي او ګاډی يې تباه شوی دی.

د باجوړ ضلعې د چارواکو په وېنا پېښه تېر ماښام ناوخته د افغانستان سره پولې ته نزدې د ناوګۍ تحصيل په چارمنګ علاقه کې رامنځته شوې ده.

انتظامي چارواکو ويلي په چارمنګ کې د سړک په غاړه ښخ بم په چاؤدنه کې دوه تنه امان الله او ګل بدين وژل شوي دي او ګاډی يې تباه شوی دی.

سرچېنې وايي وژل شوي کسان اول د طالبانو سره ؤ خو وروسته حکومت ته تسليم شوي او د امن کمېټۍ غړي وو.

پوليټيکل تحصيلدار عبدالحسيب خان د پېښې پخلی کړی او امنيتي چارواکو ويلي علاقه کې يې په ګېره کې اخيستې او پلټنې يې پېل کړي دي.

د افغانستان سره په پوله پرته قبايلي ضلع باجوړ کې وخت په وخت د بدامنۍ پېښې رامنځته کيږي.

په سيمه کې د تشدد وروستۍ پېښه د ستمبر په مياشت کې شوې او د پوليو څاڅکو د ډلو د ساتونکو مشر په وسله وال بريد کې وژل شوی ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG