لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د چاودنو او ځانمرګو بریدونو ملاتړې ځالې او روزنيز مرکزونه په ګاونډي هېواد کې دي، اشرف غني


د افغانستان ولسمشر اشرف غني د نوم اخیستو پرته ويلي، "د چاودنو او ځانمرګو بریدونو ملاتړې ځالې ،د روزنې مرکزونه او مالي منابع په ګاونډي هېواد کې دي".

اشرف غني ويلي، "له نړیوالو دوستانو څخه غواړو چې د دغو ځالو مرکزونه او ملاتړي هېوادونه یا حکومتونه په منطقي توګه په ګوته کړي".​

​اشرف غني د نهې، سه شنبې په شپه د وروستي خونړۍ برید پرمهال د ټپي شویو کسانو څخه دحال احوال اخیستو پرمهال زیاته کړه هرهغه چا چې انتحار او انفجار د لومړي ځل لپاره دې هېواد ته راوړ ،د دې شوي حملې مسئول دي.

د پاکستان دولت په کابل کې د شوي ځانمرګي بريد غندنه کړې وه.

کابل کې د میلادالنبي د لمانځلو په مراسمو شوي ځانمرګي برید کې ۵۵ تنه وژل شوي او او ۹۴ تنه نور ټپیان شوي و او په دې پیښه کې زیاته مرګ ژوبله افغان دیني علماوو ته رسیدلې و.

د دې پیښې مسئولیت کومې ډالې پرغاړه نه دی اخیستی او طالبانو په یوې اعلامیه کې دغه پېښه غندلې ده.

د ارګ بیان له مخې جمهور ريیس محمد اشرف غني ویلي طالبان یوازې د دې پیښې په غندلو سره خپل ځان له مسئولیته نشي ژغورلی او په وینا یې طالبان باید عملا سولې ته کار وکړي ترڅو انسان وژنه او مسلمان وژنه پای ته ورسیږي.

ښاغلي غني ویلي، د افغانستان په تاریخ کې هیڅ کله هم په علماو ،قران شریف او مولود شریف باندې داسې بیګانه او بزدلانه برید نه دی شوی.

نوموړي ویلي د هېواد دښمنانو زمونږ ټول اخلاقي او شرعي حدود مات کړل او د افغانستان په دودیز ساست ،جوړښت او په ملي هویت شوی برید ته به ځواب ورکوي.

افغانستان په پاکستان تورونه لګوي چې په خپله خاوره يې ترهګر ساتلي خو پاکستان دغه تورونه ردوي.

XS
SM
MD
LG