لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مذهبي تندلارو پرضد د عدليې خاموشۍ ته د مشر قاضي ځواب


د پاکستان د سترې محکمې مشر قاضي ميا ثاقب نثار د مذهبي تندلارو پرضد د عدليې غلي پاتې کېدو پوښتنې ته په ځواب کې ویلي "په څو ورځو کې به درته مالومه شي".

د سترې محکمې مشر قاضي د لندن په سفر دی او د نوموړي نه خبريالانو د مذهبي تندلارو په اړوند د عدليې په خاموشۍ پوښتنه کړې ده.

د نوموړي نه پوښتنه شوې چې "د عدليې پرضد چې چا هم څه ويلي هغه که سياستوال دي" يا بل څوک دي عدليې يې پرضد ګامونه پورته کړي دي.

د نوم نه اخيستو سره خبريال زياته کړې چې "د مذهبي تندلارو پرضد عدليه تراوسه خاموشه ولې ده؟ چا چې د ججانو او حاضر سروس جرنېلانو پرضد د کفر فتوې لګولي"؟.

مشر قاضي وويل "دا به تاسو ته څو ورځې ورسته پته ولګي" خو نوموړي په دغه اړوند نور څه ونه ويل.

د پاکستان سترې محکمې د مذهب د سپکاوي په تور د مرګ سزاواره اسیه بي بي د اکتوبر په وروستۍ نېټه په قضيه کې بري کړې او د هغې د خوشي کولو امر يې کړی ؤ.

د يادې فېصلې سمدست وروسته مذهبي تندروه ډلې تحریک لبېک په ټول پاکستان کې د فېصلې پرضد احتجاجونه پېل کړي وو.

تحریک لییک دسترې محکمې د درېو ججانو د وژلو او د پوځ د مشر جنرل قمر باجوه په ضد یې نورو جنرالانو نه د بغاوت غوښتنه هم کړې ده.

د تحریک لبېک د مظاهرو په مهال د حکومت او ادارو په غلي پاتې کېدو په سوشل ميډیا سختې نيوکې شوې وې.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند حکومت بيا د تحریک لبېک سره لوظنامه کړې او په دغه لوظنامه هم سخت ټکونه شوي وو چې حکومت د هغو خلکو سره خبرې کوي چې د رياستي ادارو پرضد يې د بغاوت ښکاره وېناګانې کړي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG