لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغانستان د طاهر داوړ د وژنې په پلټنو کې مالومات نه دي شریک کړي، فېصل


د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ويلي افغان دولت ورسره د وژل شوي پوليس افسر طاهر داوړ د وژنې په اړوند تراوسه څه مالومات نه دي شریک کړي.

په اسلام اباد کې اوونيزې خبري غونډې ته په خبرو کې محمد فېصل وويل پاکستان د خپل پولیس افسر د وژنې په اړوند پلټنې پېل کړي دي او افغانستان ته يې هم د پلټنو خواست کړی دی.

د شمالي وزيرستان سره تعلق لرونکی پولیس افسر طاهر داوړ د اکتوبر په ۲۶م د اسلام اباد څخه بې درکه شوی او نزدې ۲۰ ورځې وروسته يې بيا مړی د افغانستان په ختيځه ننګرهار صوبه کې ترلاسه شوی ؤ.

د وژل شوي پولیس افسر طاهر داوړ زوي امجد طاهر د پلار د وژنې د پلټنو دپاره د نړیوال کمېشن جوړولو غوښتنه کړې وه.

هغه ويلي ؤ "زما له پلار سره زیاتی شوی دی، د دې لپاره دې یوه بین الاقوامي اداره [کمېشن] جوړه شي او هغه دې دا ټول تحقیقات وکړي، ځکه چې په دا کې دوه ملکونه پاکستان او افغانستان شامل دي".

خبري غونډې ته په وېنا کې فېصل د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امریکې ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د سیمې د سفر په اړوند وويل، پاکستان د افغانستان د سولې د خبرو هرکلی کوي.

هغه وويل پاکستان تل ويلي د افغانستان د شخړې هواری د سياسي خبرو د لارې ممکن دی.

د امریکايي صدر ډانلډ ټرمپ د پاکستان په اړوند څرګندونو ته د غبرګون ويلو په ځواب کې نوموړي وويل، د پاکستان وزیراعظم او نورو چارواکو هغې ته ځواب ويلی دی.

XS
SM
MD
LG