لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

جنوبي وزیرستان: د امن کمېټۍ په دفتر شوې چاؤدنه کې يو تن وژل شوی څو نور ژوبل


د افغانستان سره په پوله پرتې د پاکستان قبايلي ضلعې جنوبي وزيرستان په انګور اډه کې د امن کمېټۍ په دفتر چاؤدنه کې يو تن وژل شوی او شپږ نور ژوبل شوي دي.

د جنوبي وزيرستان انتظاميې ويلي چاؤدنه د انګور اډې د افغانستانستان سره په (صفري) کرښې ته بيخي نزدې شوې ده.

انتظاميې په پېښه کې د مرګ ژوبلو پخلی کړی دی.

سرچينو وي او ای ډيوه سره په خبرو کې ويلي، چې چاؤدنه د حکومت پلوه طالبانو د امن کمېټۍ په دفتر شوې ده، خو په سمدستي ډول دا نه ده مالومه شوې چې چاؤدنه په مرکز بل چا کړې که په دوي په خپله شوې ده.

د طالبانو د يادې حکومت پلوې ډلې مشري مولوي نزير کوله ، څوک چې د کال ۲۰۱۳م د جنورۍ په مياشت کې په ډرون بريد کې وژل شوی ؤ.

د پښتون ژغورنې غورځنګ تور لګوي چې دا د حکومت پلوه طالبانو کميټي ده کومې چې روان کال د جون په میاشت کې د پي ټي اېم په مخکښ مشر علي وزير باندې په واڼا کې بريد کړی ؤ.

خو د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرال اصف غفور ويلي ؤ، "په واڼا کې د محسودو احمدزۍ قبيله ده يوه امن کميټي ده او په کلونو د ترهګرۍ پرضد جنګېدلي او اوس هم د ثبات وروستو خپل کار کوي".

د يادې امن کمېټۍ پرضد د پي ټي اېم د احتجاجي مظاهرو وروسته دا کميټي د واڼا څخه بهر کړی شوې وه.

XS
SM
MD
LG