لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

محمد شهزاد: نه یم خبر چې په 74 رنزونو کې مې څو چکې ووهلې


د افغانستان وتلي بېټسمېن محمد شهزاد په متحده عرب اماراتو کې د روان نړیوال ټي 10 ټورنمنټ په پرونۍ لوبه کې په 16 بالونو کې 74 رنزونه جوړ کړل او وروسته رمیز راجا ورڅخه وپوښتل چې څو چکې یې ووهلې، ده ورته په ځواب کې وویل:

"نه یم خبر چې په 16 بالونو او 74 رنزونو کې مې څو چکې ووهلې".

رمیز راجا ورڅخه په ټوکو کې دا هم وپوښتل چې د یو- یو ټیسټ په اړه دې څه خیال دی، نو ده ورته وویل: " له دې نه هم خبر نه یم".

شهزاد تېره ورځ د هندوستان له راجپوتس لوبډلې سره ولوبېد او تر ټولو تېزه ففټي (50 رنزونه) یې په 12 بالونو کې ووهله، چې پر سوشل مېډیا ورباندې بحثونه روان دي.

د دوی مقابله له سیندیز لوبډلې سره وه، چې هغوی په 10 اوورونو کې 94 رنزونه کړي وو او شپږ لوبغاړي یې آوټ شوي وو.

په ځواب کې یې راجپوتس لوبډلې دغه رنزونه له کوم وکټ سوځېدو پرته پوره کړي وو.

ټي 10 ټورنمنټ له 21 نومبر نه تر 2 دسمبر پورې په شارجه کرکټ میدان کې تر سره کېږي.

دا د ټي 10 دویم پړاو دی چې 8 لوبډلې پکې برخه اخلي.

نن یې د دې ټورنمنټ درېیمه ورځ ده.

په دې ټورنمنټ کې د پښتون په نوم ځانګړې لوبډله هم شامله ده، چې مشري یې شاهد اپریدی کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG