لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان د کرکټ په نړیواله شورا کې د هند په ضد مقدمه وبایلله


د کرکټ نړیوالې شورا (ای سي سي) پخپله یوه وروستۍ فیصله کې د پاکستان د کرکټ بورډ د هند د کرکټ بورډ په ضد د 70 میلینه ډالرو دعوه رد کړې او ویلي یې دي چې د پاکستان د دریځ بېځایه دی.

پاکستان د ای سي سي فیصله یواړخیزه بللې ده، خو د رپوټونو تر مخه له قانوني پلوه د دې فیصلې په ضد اپیل هم نه شي کولای.

پاکستان په هند دا مقدمه ځکه کړې وه چې دواړو هېوادونو په 2014م کال کې په یو یاداشت لاسلیک کړی وو، چې تر مخه به یې هند له پاکستان سره د 2014م کال نه تر 2023م کال پورې د کرکټ شپږ سېریزونه لوبول، خو د هند کرکټ بورډ وروسته ورته وویل چې دغه لوبې د پاکستان پر خاوره نه شي کولای، ځکه چې وایي خپل حکومت ورته اجازه نه ده ورکړې.

د یاداشت تر مخه په شپږو سېریزونو کې به څلور په پاکستان او دوه په هند کې کېدل، خو دغه لوبې د شخړې له امله په دواړو هېوادونو کې ونه شوې.

پاکستان مقدمه ولې وبایلله:

د پاکستان د کرکټ بورډ مشر احسان ماني مطبوعاتو ته ویلي، مقدمه یې ځکه وبایلله چې له دوی سره د هند په ضد پوره ثبوتونه نه وو. د مطبوعاتو تر مخه احسان ماني ویلي، په کار ده چې دا شخړه په قانوني نه بلکې د همکارۍ له لارې هواره کړل شي.

د پاکستان د کرکټ بورډ پخواني مشر نجم سیټي د کرکټ د نړیوالې شورا دغه پرېکړه مبهمه بللې او تور یې لګولی چې په دغه شورا د هند اثر زیات دی.

پر ټولنیزو رسنیو بحثونه:

د ای سي سي په دغه فیصله پر ټولنیزو رسنیو هم بحثونه روان دي، چې د پاکستان او د هند د کرکټ مینه والو ورته په خپل خپل نظر کتلي دي. یو پاکستاني اویس رشید په ټویټر لیکلي:

"داسې ښکاري دا فیصله د هند کرکټ بورډ کړې ده، نه چې د کرکټ نړیوالې شورا".

یو بل پاکستاني د کرکټ مینه وال ارمان خان د ای سي سي پر پرېکړه خواشیني څرګنده کړې او لیکلي یې دي "ای سي سي ته په دې پرېکړه شرم پکار دی".

د هند له خوا په ټولنیزو رسنیو په پاکستان پورې ټوکې او مسخرې هم شوې دي او ځینو پکې پر ټویټر لیکلي چې د ترهګرۍ ملاتړی هېواد پاکستان دې د کرکټ له نړیوالې شورا و ایستل شي.

د کرکټ روایتي دښمني:

پاکستان له هند سره په هر څه کې سیالي کول غواړي، خو د دواړو تر منځ د کرکټ دښمني ډېره زړه او روایتي ده. په پاکستاني مېډیا او ټولنیزو رسنیو له هند سره د کرکټ په موضوعاتو او شخړو ډېر بحثونه کېږي او په ټیلیویژنونو ورته زیات ځای ورکول کېږي.

کله چې عمران خان په تېره اګست میاشت کې د وزیراعظمۍ سوګند پورته کاوه، نو په مراسمو کې یې د هند له خوا د کرکټ پخوانی لوبغاړی نجوت سینګ سدو هم شریک شوی وو. هغه به د پاکستان ټیلیویژنونو زیات ښوده، حتی چې د پاکستاني پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه هم ورسره لیدلي وو او د هغه هرکلی یې کړی وو.

XS
SM
MD
LG