لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټرمپ: په افغانستان کې د سولې ډېرې قوي خبرې روانې دي خو نتيجه يې نه ده مالومه


د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د زيارت، پنجشنبې په ورځ ويلي انتظاميه يې په افغانستان کې د سولې دپاره "ډېرې قوي" خبرې کوي خو هغه دا په يقين نه شي ويلی چې دا خبرې به کاميابې هم شي.

نوموړي دغه خبره د امريکا د تېنکس ګيونګ يا شکرانې د ورځې په موقع په افغانستان کې د جګړې دپاره موجودو امریکايي پوځيانو سره په ټيلي کانفرس کې کړې ده.

ټرمپ ويلي کېدی شي چې د افغانستان سفر وکړي.

هغه وويل، "دا وخت مونږ په افغانستان کې ډېرې پياوړې خبرې کوو چې ډېر خلک پرې خبر نه دي".

"دا په لومړي ځل دي چې مونږ په افغانستان کې ډېرې قوي خبرې کوو، ګورو چې څه کیږي مونږ د سولې خبرې کوو".

په څرګنده صدر ټرمپ د افغان سولې د خبرو دپاره د امريکايي ځانګړي استازي زلمي خليلزاد لخوا د طالبانو سره نېغ په نيغه خبرو حواله ورکوله، چا چې په وروستيو کې دا خبرې پېل کړي دي.

ټرمپ ويل "مونږ خبرې کوو خو زه نه يم خبر چې دا به کاميابې شي، ښايي دا ناکامه شي. څوک خبر دي؟. دا کېدی شي او نه شي کېدی، کېدی شي دا خبرې کاميابې شي کېدی شي ناکامه شي خو په افغانستان کې زمونږ خبرې روانې دي".

امریکې د کال ۲۰۰۱ د ستمبر د ۱۱ د پېښې وروسته په افغانستان کې د اتحادي ځواکونو سره په ګډه د طالبانو حکومت نسکور کړی کومه جګړه چې تراوسه پورې روانه ده.

په ياده جګړه کې ويل کيږي امريکا په پوځي عملياتو نزې يو ټريلين ډالره مصرف کړي او ۲۴۰۰ سرتيري يې وژل شوي دي.

د ټرمپ د صدارت چې دوه کاله پوره کیږي هغه په دې موده کې د افغانستان سفر نه دی کړی. هغه پرون امریکايي سرتېرو ته وويل کېدی شي چې هلته يې وويني.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG