لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د چين په قونصلګرۍ بريد د سوداګرۍ لوظنامو ته غبرګون ويل شوی، عمران خان


د پاکستان وزیراعظم عمران خان ويلي، د چین په قونصلګرۍ ناکامه کړی شوی برید د چين او پاکستان د سوداګرۍ لوظنامو ته غبرګون ويل دی.

عمران خان ويلي د بريد هدف چينايي سوداګر پانګوه وال ويرول او د چين او پاکستان اقتصادي راهداري (سي پېک) کمزورې کول خو ترهګر به کامياب نه شي.

د پاکستان په غټ اقتصادي ښار کراچۍ کې نن د چين په قونصلګرۍ وسله وال بريد شوی چې پکې دوه ملکي وګړي او دوه پوليس وژل شوي دي.

پوليس وايي درې بريدګر يې وژلي دي. د بريد زمه واري بلوڅ بېلتون خوښې ډلې (بلوچ لبرېشن ارمي) منلې ده.

وزيراعظم د چين د خپل تازه سفر په مهال د لوظنامو يادګېرنه کړې ده.

عمران خان نن په اورکزو کې د شوې چاؤدنې هم غندنه کړې ده.

د اورکزو په چاؤدنه کې لږ تر لږه ۲۵ تنه وژل شوي او د ۴۰ نه زيات نور ژوبل شوي دي.

وزيراعظم ویلي، دا بريدونه د هغې پلان برخه ده د کوم چې په پاکستان کې ناامني او جوړول غواړي.

​پاکستان کې د بدامنۍ تازه پېښې په داسې حال کې رامنځته شوي چې په ملک حکومتي او پوځي چارواکي ادعا کوي د ترهګرو ملا ماته کړی شوې ده.

په پاکستان کې د تېرې يوې مودې نه د بمي چاؤدنو، ځانمرګو او ترهګرو بريدونو په پېښو کې کمی راغلی دی.

د چين په قونصلګرۍ د بريد زمه واري منونکې ډلې ویلي، چينايي چارواکو ته يې دا خبرداری ورکړو چې په ځمکو يې د قبضې کولو هڅه پرېږدي کنه په راتلونکې کې به د نورو مشکلاتو سره مخ شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG