لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

شارجه کې د ښه بیټنګ په سر حضرت الله ځاځي ته د افغانستان کریس ګیل ویل شوی


شارجه کې روان د لسو لسو اوورونو یا ټي-ټین نړیوال ټورنامنټ کې د افغانستان وتلي بیټسمین حضرت الله ځاځي په ۳۵ بالونو ۷۶ رنزونه جوړ کړي.

په دغه رنزونو کې زازي لس چوکې او څلور چهکې وهلې دي.

د افغانستان دغه شل کلن بیټسمین حضرت الله ځاځی د مرهټا عربینز په نوم لوبډلې لخوا لوبیږي او د ده د ښه لوبې له وجې مرهټا عربینز بنګال ټاییګرز ته په نهه وکټو سره ماتې ورکړه.

حضرت الله زازی د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه وګټله. د میچ وروسته د ټورنامنټ کمنټیټر سره د خبرو په وخت زازي وویل چې داسې نړیوالې لوبې دوي ته د تجربې لپاره ښه موقعې ورکوي.

د مرهټا عربینز کپتان ډواین براو د حضرت الله ځاځي د بیټنګ ډېره ستاینه وکړه او هغه يې د افغانستان “کریس ګیل” په نوم یاد کړو.

۲۰ نومبر نه تر دویم دسمبر پورې په شارجه کې روان د ټي-ټین ټورنامنټ دا دویم پړاو دی چې پکې یو شمېر پښتانه لوبغاړي پکې برخه اخلي.

XS
SM
MD
LG