لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

راشد خان: د پخواني پاکستاني کرکټر وسیم اکرم له تجربو ګټه اخلم


د افغانستان د کرکټ ستوری او وتلی بالر راشد خان وایي، چې د ټي 10 کرکټ نړیوال ټورنمنټ په موقع د پاکستان د پخواني بالر وسیم اکرم له تجربې څخه فایده اخلي او دا د ده لپاره یوه ډېره ګټوره خبره ده.

راشد خان دا وخت په ټي 10 نړیوال ټورنمنټ کې د مرهټه عربینز لوبډلې سره لوبېږي او د پاکستان پخوانی بالر وسیم اکرم د دې لوبډلې د بالنګ روزونکی (کوچ) دی.

په شارجه کې د بنګال ټایګرز خلاف تر ګټې وروسته راشدخان پخپلو خبرو کې وویل، چې د ښه سپین بالنګ راز یې د بال ویشتلو طریقه او د بالنګ تېزوالی دی.

راشد خان پخپلو خبرو کې وسیم اکرم د کرکټ لیجنډ وباله.

راشد خان د جمعې په ورځ په شارجه کې د بنګال ټایګرز خلاف په دوو اوورونو کې 17 رنزونه ورکړل او د مخالفې لوبډلې افغان لوبغاړی محمد نبي یې آوټ کړ.

راشد خان او د افغانستان د کرکټ بل وتلی لوبغاړی حضرت الله ځاځی د مرهټه عربینز لوبډلې سره لوبېږي.

دا ټورنمنټ په شارجه کې روان دی او دا یې دویم پړاو دی. دا ټورنمنټ په 20 نومبر پیل شوې او د دسمبر تر 2 نېټې پورې به دوام ولري.

XS
SM
MD
LG