لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

راپور: د موسم د بدلون له امله طبعې پېښې زیاتې شوې دي


د امریکا د حکومت یو راپور وایي، په امریکا کې د موسم د بدلون یا کلایمېټ چېنج له امله د ناوړه اغیزو کچه زیاته شوې چې له په ترڅ کې یې زورور طوفانونه، وچکالي او ځنګلي اورونه زیات شوي دي.

په دغه راپور کې چې د امریکا د حکومت تر لسو زیاتو ادارو په مرسته لیکل شوی څو ځایه ددغې ستونزې په وړاندې د ولسمشر ډانلډ ټرمپ له بیانونو او سیاستونو سره مخالفت څرګند شوی.

یاد راپور د جمعې په ورځ په داسې حال کې خپور شوی چې په امریکا کې رخصتي وه خو سپنې ماڼۍ دغه راپور رد کړی او ویلي یې دي چې دا ناسم دی.

د وایټ هاوس ویاند لنډسی والټرز وویل رپورټ د موسمي بدولون انتهايي سنگینو حالاتو باندې اډاڼه لري او د تېرو وختونو له موندنو سره په تضاد کې دی.

د نیشنل کلایمېټ اسسمنټ یا د قامي موسم جاج له زرو نه زیاتو پاڼو باندې خپور دی او خبرداری ورکوي چې د نړیوالې تودوخي له امله زیات قوي او اږده موسمي افتونه راتللی شي.

په رپورټ کوم وړاندیزونه نه دې شوي خو وايي انسانانو ته په کار ده چې د موسمي افتونو مخنیوي دپاره گامونه پورته کړي چې دا رنگ په راتلونکو لسیزو کې د امریکې اقتصاد، چاپېریال او د انسانانو خېرښېگڼه د نقصان نه محفوظه کړی شي.
رپورټ کې وېل شوې دي چې په راتلونکې کې د موسمي بدولون له امله راتلونکي خطرات دې خبرې ته اړتیا لري چې په موجوده وخت کې څه قسمه فېصلې کیږي.

ماهرین دا اټکل کوي چې که چېرې د نړیوالې تودوخي د مخنيوي دپاره په موجوده وخت کې گامونه وانه خیستل شول نو د دې پېړۍ تر اخېره پورې به د امریکې اقتصاد ته اربونو ډالرو نقصان ورسېږي او تر ټولو زیات منفي اثر به یې په غرېبو خلکو کیږي.

د سږنې رپورټ په شمول دا څلورم او د صدر ډانلډ ټرمپ د حکومت لومړی رپورټ دی چې پکې د موسم جاج اخیستل شوی دی. لومړی رپورټ په کال ٢٠١۴ کې خپور شوی و.

د رپورټ په تیارولو کې د امریکې د زراعت یا کرنې وزارت او د خلايي تحقیق ادارې ناسا په شمول ١٣ ؤ حکومتي ادارو کار کړی دی.

د واشنگټن پوسټ ورځپاڼې ترمخه، وړاندې ټاکل شوي وه چې دا رپورټ به د ډسمبر د میاشت په شروع کې خپور شي خو بیا یې د خپرولو دپاره د جمعې ورځ وټاکل شوه چې د تنکس گېونگ یا د شکرانې د ورځی د رخصتۍ وروسته د خبرونو دپاره د کال تر ټولو سړه ورځ گڼل کیږي.

د صدر ډانلډ ټرمپ حکومت یو شمېر هغه قوانین بېرته لرې کړې چې د پخواني صدر براک اوباما په واکمنۍ کې د موسمي بدولون د مخنیوي دپاره پرځای کړی شوي وو.

تیر کال صدر ټرمپ اعلان وکړو چې امریکا به د پېرس لوظنامې نه راوباسي. دغه لوظنامه ٢٠٠ هېوادونو په کال ٢٠١٥ لاس لیک کړې او لوظ یې کړی چې په نړیواله کچه د موسمي بدولون مخنیوي دپاره به اقدامات کوي.

صدر ټرمپ د خپلې پرېکړې په اړه وايي چې د پېرس لوظنامې له امله د امریکې اقتصاد ته نقصان رسي او په چاپېریال د معاهدې څه مثبت اثرات هم نه ویني.

صدر ټرمپ او د هغه د کابېنې یو شمیر غړي په دې ساینس شک کوي چې موسم کې بدول روان دی او دا چې گنې د نړیوالي تودوخي عمل په کره توگه نه دی معلوم کړی شوی.

خو ماهرین د ساینس او موجوده معلوماتو په بنیاد وايي چې د انساني عمل په سبب د نړۍ د تودوخي کچه زیاته شوې ده.

XS
SM
MD
LG