لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اورکزو په پرونۍ چاؤدنه کې زياتره مړي نن خاورو ته وسپارل شو


په قبايلي ضلع اورکزو کې پرون د جمعې په سهار شوي ځانمرګي بريد کې چې د مړو شمېر ۳۳ ته رسېدلې وو، مړي زياتره نن د خالي په ورځ خاورو ته وسپارل شو.

د اورکزو د ځايي خلکو په وېنا په علاقه کې د ماتم او غم ماحول دی.

د خېبرپښتونخوا ګورنر شاه فرمان او د پېښور کورکمانډر مظهر شاهين هم نن اورکزو ته ورغلي او د ځايي خلکو سره يې ليدلي دي.

شاه فرمان ویلي پرون چې په اورکزو او کراچۍ کې د ترهګرۍ کومې پېښې شوي دا يوه کړۍ ده او د امن خرابولو هڅه شوې ده.

کور کمانډر مظهر شاهين پخلی کړی چې د اورکزو چاؤدنه ځانمرګی برید ؤ.

د کوهاټ پولیس وياند فضل نعيم هم د ډیوه خبريال عدنان بېټني سره په خبرو کې پخلی کړی چې په اورکزو کې ځانمرګی بريد شوی ؤ.

د اورکزو په بريد کې زياتره عام ځايي خلک وژل شوي چې پکې درې ماشومان او درې هندوان هم شامل وو.

د انتظامیې په وېنا په پېښه کې ۵۶ تنه ژوبل شوي او ژوبل د اورکزو، کوهاټ او پېښور روغتونو ته منتقل کړی شوي وو.

چارواکي وايي دا وخت په روغتونو کې يواځې ۱۵ تنه د درملنې لاندې دي نور ټول چهټي کړی شوي دي.

د اورکزو د بريد زمه واري تراوسه چا نه ده منلې.

د اورکزو په کومه سيمه کې چې پرون ځانمرګی بريد شوی زياتره پکې شيعه مسلمان مېشت دي.

پرون د جمعې په ورځ دغه ځانمرګی بريد د اورکزو په مرکز کلایا کې د جمعې د ورځې د مېلې په وخت شوی کوم وخت چې په مېله کې د خلکو ډېره ګڼه ګوڼه جوړه وه.

د چارواکو په وېنا په ځانمرګي بريد کې د ۱۰ نه تر ۱۲ کلوګرامو پورې باردوي مواد کارول شوي وو او د مرګ ژوبلو ترڅنګ د چاؤدنې له زوره څو ګاډي او دوکانونه هم تباه شوي دي.

اورکزۍ د کرمې، هنګو، کوهات او خېبر سره پولې لري.

په ياده سيمه کې د پاکستان پوځ په کال ۲۰۰۸م کې د تندلارو پرضد عمليات کړي او د سيمې د ځينو برخو نه کډوال شوي خلک تراوسه بيرته نه دي ستانه شوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG