په افغانستان کې نړيوالو ځواکونو نېټو ويلي د خالي، شنبې په ورځ يو امریکايي پوځي وژل شوی دی.
د رويټرز د راپور ترمخه په افغانستان کې روان کال دا د امریکا اتم سرتېری دی چې ووژل شو.
د وژل شوي سرتيري د نوم او ځای په اړوند مالومات نه په سمدستي توګه نه دي خپاره کړی شوي.
په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو وياند ډيبر رچرډسن ويلي د وژل شوي سرتيري نور جزيات به وروسته خپاره کړی شي.
په افغانستان کې له دې وړاندې د امریکايي سرتيري د وژنې وروسته پېښه د روانې میاشتې په سر کې رامنځته شوې وه.
د امریکې د لویديځ يوټا رياست د اوګډن ښاروال برينټ تېلر د ښاروالۍ څخه د ګوښه کېدو وروسته په افغانستان کې په دنده ؤ او هغه په يوه داخلي بريد کې وژل شوی ؤ.
د پېنټاګون ترمخه په افغانستان کې د امریکا ۱۴زره پوځيان موجود دي څوک چې د طالبانو پرضد د افغان ځواکونو سره په جګړه کې مرسته کوي.
په افغانستان کې د کال ۲۰۰۱ راهسې راپورونه وايي په ۱۷ کلنه جګړه کې د امریکا ۲۴۰۰ سرتيري وژل شوي دي.