لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د غبن په تور نيول شوی پاکستانی خبريال اېف ايي ای ته سپارل شوی


د اسلام اباد يو عدالت د غبن په تور نيول شوی خبريال شاهد مسعود د پينځه ورځو په بدني ريمانډ مرکزي تحقيقاتي ادارې (اېف ايي ای) ته ورکړی دی.

د اسلام اباد هايکورټ پرون د جمعې په ورځ د مسعود د ضمانت وخت نور نه ؤ غځولی او له هغې وروسته د اېف ايي ای چارواکو هغه نیولی ؤ.

مسعود نن د سرکاري چهټي له امله د اېف ايي ای په ځای بل عدالت ته وړاندې کړی شوی دی.

په شاهد مسعود باندې د ۳۸ ملينه روپو د غبن تورونه دي.

​په نوموړي تورونه دي چې هغه کله په کال ۲۰۰۸م کې د پاکستان د دولتي ټيلي ويژن (پي ټي وي) مشر ؤ، پاکستاني مطبوعات وايي د ېوې فرضي کمپنۍ سره يې یوه لوظنامه کړې وه د کوم تر مخه چې د غې فرضي کمپنۍ ته د پاکستان د کرکټ بورډ نشریاتي حقونه په ٣٨ میلینه روپو ورکړی شوي وو.

راپورونه وايي اېف ايي ای د عدالت نه د شاهد مسعود بدني ريمانډ دپاره د لسو ورځو خواست کړی خو عدالت ورته د پينځه ورځو دپاره ورکړی دی.

په ډاکټر شاهد مسعود ياد خبريال د وړاندې نه په لانجمنو خبرونو ورکولو مشهور دی.

هغه په ياده قضيه کې د عدالت نه څو ځله ضمانت اخيستی ؤ خو پرون د ضمانت نه غځېدو وروسته نيول شوی ؤ.

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG