لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په قونصلګرۍ بريد د چين او پاکستان د اړيکو خرابولو هڅه، مقدمه په حېربيار او نورو درج شوې


د جمعې په ورځ په کراچۍ کې د چين په قونصلګرۍ د بريد مقدمه په بلوڅ بېلتون خوښي مشر حېربيار مري او نورو ۱۳ کسانو پرضد درج کړی شوې ده.

په مقدمه کې ليکل شوي چې د بلوچستان لبرېشن ارمي نومې ډلې د ياد بريد زمه واري منلې چاته چې د هند د استخباراتي ادراې (را) مرسته ترلاسه ده.

ويل شوي د ترهګرو د چين په قونصلګرۍ ناکامه بريد د پاکستان او چين د اړيکو خرابولو ناکامه هڅه وه.

د چين په قونصلګرۍ درې وسله په لاس کسانو بريد کړی چې پکې دوه پوليس او دوه عام ملکي وګړي وژل شوي وو.

په ځوابي عملياتو کې درې واړه حمله کوونکي هم وژل شوي وو.

په مقدمه کې ليکل شوي چې د ياد بريد مرکزي کردار، سهولت کار او لارښود حېربيار مري او د هغه سره ۱۲ نور کسان دي.

او بريد کوونکي د حملې په وخت د يادو کسانو سره په تماس کې وو.

ويل کیږي بلوڅ بېلتون خوښه مشر حېربيار په لندن کې مېشت دی.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان ويلي ؤ، د چین په قونصلګرۍ ناکامه کړی شوی برید د چين او پاکستان د سوداګرۍ لوظنامو ته غبرګون ويل شوی دی.

عمران خان ويلي د بريد هدف چينايي سوداګر پانګوه وال ويرول او د چين او پاکستان اقتصادي راهداري (سي پېک) کمزورې کول خو ترهګر به کامياب نه شي.

پاکستان، چين او امریکا د دغه بريد غندنه کړې وه.

د جمعې په ورځ د پاکستان په قبايلي ضلع اورکزو کې هم يو ځانمرګی بريد شوی چې پکې ۳۳ تنه وژل شوي وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG