لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سشماسوراج د پاکستان سره د کرتارپور د پولې په پرانسته کې ګډون نه کوي


د هند د بهرنيو چارو وزيرې سشما سوراج ويلي هغه د پاکستان سره د کرتارپور د پولې د پرانستې په دستوره کې ګډون نه شي کولی ځکه شخصي کارونه لري.

پاکستان ویلي په ۲۸ نومبر د کرتارپور د پولې د پرانستې د بنياد اېښودو په دستوره کې د بهرنيو چارو وزیر شاه محمود قرېشي خپلې هندي سيالې ته د ګډون بلنه ورکړې وه.

پاکستان د سشما سوراج سره د پنجاب اعلی وزير او نوجوت سنګهـ سدهو ته هم بلنه ورکړې وه.

د هند د بهرنیو چارو وزيرې د شاه محمود د بلنې په ځواب کې ويلي هغه په خپلو شخصي کارونو کې بوخت ده او په تلنګانه کې انتخابات دي ځکه هغه په دغه دستور کې ګډون نه شي کولی.

هغې ويلي یادې دستورې ته به د سیکانو د ډاډ په موخه او د کرتارپور پروسې د ارزښت په اساس دوه وزيران وليږي.

هغې دا هم ويلي هيله لري چې پاکستان به د دغه لارې په جوړلو په تندۍ سره کار ترسره کړي چې هندي وګړي د دغه لارې په اسانۍ سره د کرتارپور ګردوارې ته ورسي.

پاکستان ويلي د بابا ګرونانک د ۵۵۰ زېږون د ورځې په مناسبت د هندي سيکانو وګړو د اسانتيا دپاره د کرتارپور لار پرانيزي او ويل شوي د هند کابيني هم د دې منظوري ورکړې ده.

د پاکستان د پنجاب صوبې په ناروال ضلع کې د هند پولې سره نزد ې ويل کيږي په څو کلوميټره کې د سيکهـ مذهب د باني او روحاني مشر بابا ګرونانک قبر او ګنبد دی.

ويل کيږي د سيکانو وړومبي ګرونانک ديوجي د خپل ژوند وروستۍ شپې ورځې په دغه ځای کې تېرې کړې وې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG