لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ښځو د کرکټ نړيوال کپ اسټريليا په څلورم ځل ګټلی


د ښځو د شل اووريز نړيوال کپ په فاينل سيالۍ کې د اسټريليا لوبډلې د انګلېنډ لوبډلې ته ماتې ورکړې او نړیوال کپ يې ګټلی دی.

د فاينل لوبډلې پچه، ټاس د انګلېنډ لوبډلې ګټلی او په لومړي بيټنګ کې يې ۱۰۵ رنزونه جوړ کړي وو.

ټاکلی هدف د اسټريليا لوبډلې په دوه لوبغاړو سوځېدو پوره کړی دي.

اسټريليا له دې وړاندې درې ځله پرله پسې نړیوال کپ په خپل نوم کړی دی، يادې لوبډلې په کال ۲۰۱۰م، په ۲۰۱۲م او په ۲۰۱۴م کې پرله پسې نړیوال کپ ګټلی ؤ.

د کال ۲۰۱۸م ، ۱۹م د ښځو د شل اووريز نړيوال کپ په سياليو کې د لسو هېوادونو لوبډلو برخه اخیستې ده.

د پاکستان د ښځو لوبډلې په ټورنمنټ کې څلور سيالۍ کړي د هند، اسټريليا او نيوزي لېنډ يې ماتې خوړلې او يواځې ائيرلېنډ ته یې ماته ورکړې ده.

په ټورنامنټ کې د اسټريليا، بنګله دېش، انګلېنډ، انډيا، ائيرلېنډ، نيوزي لېنډ،پاکستان، جنوبي افريقه، سري لنکا او ويسټ انډيز لوبډلوبرخه اخيستې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG