لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امريکا: د ممبۍ په بريدګرو د پينځه ملينه ډالرو انعام، پاکستان دې بندېزونه عملي کړي


د امریکې د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو ویلي، چا چې په ممبۍ بريدونه پلان کړي هغو ته لا سزا نه دی ورکړی شوې.

د ای پي ترمخه پمپيو په پاکستان غږ کړی په دغه بريد کې دې په زمه وارو لګېدلي بندېزونه عملي کړي او د بريد کوونکو د مالومولو په سر يې د پينځه ملينه ډالرو انعام اعلان کړی دی.

لس کاله وړاندې په ۲۶م نومبر د هند په ممبۍ ښار کې په ترهګرو بريدونو کې ۱۶۶ کسان وژل شوي وو.

هند تور لګوي چې دغه بريد په پاکستان کې لشکر طيبه ډلې پلان کړی ؤ. د جماعت الدعوه ډلې د مشرحافظ سعيد په مشرۍ په ياده ډله امريکې او ملګرو ملتونو بندېزونه لګولي دي.

پمپيو ویلي، "دوي په ځانګړي ډول په پاکستان او هغو ټولو هېوادونو غږ کوي چې د ملګرو ملتونو د امنيتي شورا ژمنې عملي کړي او د لشکر طيبه او دې سره اړونده کسانو باندې د ياد ترهګر بريد په تړاؤ بندېزونه ولګوي".

د امریکا د بهرنيو چارو وزارت دا درېم ځل دی چې د ممبۍ بريدونو په تړاؤ انعام اعلانوي.

امريکا اول د لشکر طيبه د مشر حافظ سعيد په مالومولو لس ملينه ډالره او بيا يې د دغه ډلې په يو بل تن حافظ عبدالرحمان مکي باندې دوه ملينه ډالره انعام اعلان کړی ؤ.

ملګرو ملتونو حافظ سعيد ترهګر ګرځولی دی. خو حافظ سعيد د ممبۍ په بريدونو کې د ککړتيا نه انکار کوي.

د ای اېف پي ترمخه د حافظ سعيد ډلې روان کال په پاکستان کې د جولايۍ د مياشتې په عامو انتخاباتو کې څلور لاکه او ۳۵ زره ووټونه هم اخيستې وو.

XS
SM
MD
LG